په کابل کې د سېکانو په عبادتځای، د جون پر ۱۸مه، د وسلهوالو په برید کې دوه تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، دا برید د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په عبادتځای یا ګردواره باندې ترسره شوی دی. د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د پېښې په سیمه کې رسنیو ته وویل: "یو امنیتي سرتېری په شهادت رسېدلی او همدارنګه د اهلهنودو هېوادوالو یو تن مړ شوی دی. چا چې برید کړی وو، له پښو لوېدلي او اوس ساحه تصفیه کېږي."
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، برید نن سهار شپږ نیمې بجې د اهل هنودو ګردوارې ته د یو شمېر ناپېژنده وسلهوالو په ننوتو سره پیل شو. د دې وزارت د ویاند په خبره، وسلهوالو لومړی د لاسي بم برید وکړ چې له امله یې په درمسال کې اور ولګېد.
په ټولنیزو رسنیو کې هم خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د اورلمبې د درمسال تر دوهم پوړ رسېدلي او یو شمېر اهلهنود د ځان ژغورولو په هڅه کې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله، وسلهوالو غوښتل له خلکو په ډکه سیمه کې موټر بم برید هم وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې یې موټر چاودنه کړې او ځاني زیان نهلري.
د پېښې یو عیني شاهد د خپل نوم د نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "د درمسال ساتونکی یې وواژه او درمسال ته دننه شول. وروسته د ډزو غږونه زیات شول. دلته سهار وختي یو شمېر سرداران یا اهل هنود د خپل عبادت لپاره راځي. دا یې عبادتځای دی."
هاخوا د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جی ایس شنکر، په کارته پروان کې د اهل هنودو په عبادتځای برید بزدلانه عمل بللی او غندلی یې دی. د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی د افغان ټولنې د هوساینې لپاره اندېښمن دي او په کابل کې دا برید له نږدې څاري.
تر دې دوه کاله وړاندې، هغه مهال چې په افغانستان کې جمهوري نظام واکمن وو، د کابل په لومړۍ حوزه کې د اهل هنودو په درمسال خونړي برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي وو او اته نور ټپیان شوي ول. هغه مهال، له بریده نږدې اتیا تنه چې په سیمه کې کلابند پاتې وو، د مخکنیو افغان ځواکونو لهخوا ژغورل شوي وو.
تازه پېښه داسې مهال کېږي، چې د طالبانو له واکمنېدو سره سم، لا له وړاندې، یو ډېر شمېر افغان اهلهنودو خپل وطن افغانستان، ورته شته ګواښونو له امله پرېښی دی.