د لاسرسي ځای

تازه خبر

مکرون: اوکراين ته د وسلو بهير چټکوو


د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۱۶مه په کييف کې ليدلي.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۱۶مه په کييف کې ليدلي.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره تر لیدو وروسته ویلي دي چې د هغو څلورو اروپايي هېوادونو مشران چې پرون کییف ته تللي ول، په اروپايي ټولنې د ورګډېدو لپاره د هغه هېواد د "سمدستي" نوماندۍ د حیثیت ملاتړ کوي.

مکرون پرون په کییف کې له زېلېنسکي او د جرمني، اېټالیې او رومانیا له مشرانو سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې فرانسه به اوکراین ته د وسلو د لېږد بهیر چټک کړي چې د هغه هېواد ځواکونه د روسیې یرغل پر وړاندې خپله دفاع وکړای شي.

نوموړي وویل، په وسلو کې په ټرکونو بار شپږ قوي توپونه هم شامل دي او زیاته یې کړه چې اروپايي مشران "هر څه د دې لپاره کوي چې یوازې اوکراین وکولای شي چې د خپلې راتلونکې په اړه فیصله وکړي."

مکرون پرون (د جون پر ۱۶مه) د جرمني له وزیراعظم اولاف شولڅ، اېټالیوي وزیراعظم ماریو دراغي او رومانیايي ولسمشر کلاوس یوهانېس سره یو ځای اوکراین ته تللی وو.زېلېنسکي له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې د بهیر په لنډولو دې یې هېواد ته غړیتوب ورکړي.

نوموړي ویلي چې دا کار به د روسیې د بې دلیله یرغل پر وړاندې یو "قوي ځواب" وي. ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې مشران د جون پر ۲۳مه او ۲۴مه په برسلز کې پر دې موضوع خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG