د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي ځواکونو د اوکراين د سوېرودونېڅک ښار ډېره برخه نيولې


په لیڅچانسک کې د روسي ځواکونو تر برید وروسته پر يو کور اور لګيدلی دی (انځور د جون ۱۲مې دی)
په لیڅچانسک کې د روسي ځواکونو تر برید وروسته پر يو کور اور لګيدلی دی (انځور د جون ۱۲مې دی)

د اوکراين چارواکي وايي روسيې ځواکونو سوېرودونېڅک ته پر لار د ټولو مهمو پلونو تر ويجاړولو وروسته د دې ښار زیاتره برخه نيولې ده.

د اوکراین د دفاع وزارت وياند اولګزېنډر موتوزیانک د جون پر ۱۳مه نېټه ويلي چې سخته جګړه روانه ده خو روس د پرمختللې توپخانې په مرسته وار له مخه د ښار مرکزي برخه نيولې ده. د ده په وینا، روسي ځواکونه د ګڼو توغنديو ويشتونکی نظام کاروي خو زیاتوي چې په مځکنۍ جګړه کې روسيې ته زیات زيان رسېلی دی.

اوکرايني چارواکي وايي چې که روسيې سوېرودونېڅک او ليڅچانسک سيمې ونيولې نو روسان به د ټول لوهانسک سيمې کنټرول ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر وولادیمیر زیلنسکي د جرمني پر وزیراعظم اولاف شولڅ غږ کړی چې له روسیې سره د دوی پر جګړه څرګند دریځ خپل کړي. ولسمشر زیلنسکي د جون پر ۱۳مه د (زیډ ډي ایف) په نامه جرمن رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې اولاد شولڅ باید اوکراین ته د ملاتړ باور بیا ورکړي.

نوموړي په مرکه کې دا هم څرګنده کړې چې د ده په فکر اوکراین ته د جرمني پوځي مرستې په چټکۍ رسېدای شوې. د هغه په وینا، دا ضروري ده چې د جرمني چانسلر اولاف شولڅ د جګړې په وخت کې اوکراین ته ورشي. خو اولاف شولڅ د دې غوښتنو په ځواب کې ویلي، دی به یوازې هغه وخت اوکراین ته ځي چې هلته د اعلان کولو لپاره څه خاص ولري.

XS
SM
MD
LG