د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې محرران د نوکريو دايمي کېدل غواړي


په پاړه چينار کې پر ننوتکونکي سړک د پوځيانو پهره (انځور له ارشيفه)
په پاړه چينار کې پر ننوتکونکي سړک د پوځيانو پهره (انځور له ارشيفه)

په کورمه کې د پولیټیکل اېجنټ په فنډ برتي شویو محررانو له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی د نوکریو د مستقل کولو په اړه دې د عدالت پرېکړه عملي کړي.

د عليزیو تحصیل په انتظامي دفتر کې د ډومیسایل د څانګې کارکوونکي اختر حسېن د جون پر پینځمه مشال رېډیو ته وویل چې په ۲۰۱۸ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سیمو تر ګډېدو وروسته، دوی له نوکریو لیرې شوي ول خو په ۲۰۱۹ز کال کې د عدالت تر پرېکړې وروسته بحال شول.

هغه د جون پر پينځمه مشال راډيو ته وويل، "تر اوسه پر دغه پرېکړه عمل نه دی شوی. نه تنخا راکول کېږي او نه مو نوکري پخه شوه."

په کورمه کې دا مهال ۲۵ محرران له ضلعي انتظامیې سره کار کوي او وايي چې د شاوخوا تېرو درو کلونو راهیسې ورته تنخاګانې نه دې ورکړل شوې ځکه چې نوکرۍ یې نه دې پخې شوي.

په پاړه چنار کې د مال خانې انچارج شاه مرجان وايي، "تش په نوم" دنده لري او تنخا یې نشته. هغه مشال راډيو ته وويل، "حکومت ژمنه کړې وه چې تر انضمام پس څوک به له خپلو دندو نه لیري کوي خودا ژمنه عملي نه شوه."

د ضلعې پخواني انتظامیې مشر ډاکټر فاروق وزير د جون پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې په خپل وخت کې یې هغو سرکاري ملازمينو ته واضحه کړې وه چې د مقررۍ لازمي ضرورتونه یې نه ول پوره کړي.

اوسنيو ضلعي چارواکو په دې اړه خبرو ته زړه ښه نه کړ. خو له کورمې د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد ریاض مشال رېډیو ته وویل چې د محررانو دا مسله به له اړوندو چارواکو سره شریکوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG