د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: د دوو قبیلو ترمنځ د ځنګل شخړې هواري لپاره جرګه شوې 


د دې جرګې یو بل غړي‌ ملک عبدالوالي خان وايي، دواړه فریقین پر دې رضا دي چې د شخړې حل په کاغذات مال راوباسي.
د دې جرګې یو بل غړي‌ ملک عبدالوالي خان وايي، دواړه فریقین پر دې رضا دي چې د شخړې حل په کاغذات مال راوباسي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع کورمه کې د ګېدو منګلو او پیواړ عليزیو ترمینځ د ځنګل شخړې هواري لپاره جرګه شوې ده.

د ډېسمبر پر ۲۷مه شوې ده جرګه کې پر دې بحث شوی چې دا شخړه دې پر "کاعذات مال" هواره کړل شي.

د جرګې غړي او ځايي قبایلي مشر ملک حاجي سردار حسین په دې اړه مشال راډیو ته وویل، "پرون جرګې ته د لانجمن سیمې رېونیو ریکارډ متعلقه حکومتي چارواکو ور وښودلو چې دوی یې جاج واخیستو او په دې کې نورې پلټنې هم روانې دي."

د دې مسلې د هواري لپاره د حکومت له خوا جوړه شوې دا جرګه ۱۷ غړي‌ لري او د ډېسمبر پر ۲۷مه شوې غونډه یې دویمه هغه وه.

د دې جرګې یو بل غړي‌ ملک عبدالوالي خان وايي، دواړه فریقین پر دې رضا دي چې د شخړې حل په کاغذات مال راوباسي.

نوموړي‌ مشال راډیو ته وویل چې د دې مسلې د هواري کار اسان دی خو لږ وخت به ورباندی لګیږي.

د ځايي‌ مشرانو په وینا، که څه هم د شخړی حل لپاره حکومتي جرګه ډېره مخکې جوړه شوې وه خو د پیواړ علیزیو پر ګېدو خلکو دوه میاشتې د تری –پاړه چینار لار تړلې وه چې له وجې یې په پرېکړو کې ځنډ راغلی دی.

د پیواړ مشرانو دا دریځ دی چې لار یې ځکه تړلې وه چې مخالف فریق ورباندې لرګي پرې کول بند کړي او د هغوي ترمخه، دا اقدام ورسره د شوې لوظنامې خلاف دی.

بلخوا ملک حاجي سلیم خان اورکزي مشال راډیو ته وویل چې ترڅو جرګه جاري وي، دواړه فریقینو ترمینځ د امن تیګه به قایمه وي او لارې به له ترۍ تر چپري پاټکه خلاصې وي.

ده وویل چې که چا د دې خلاف ورزي وکړه نو دوه کروړه روپۍ به جرمانه ورکوي.

دا له هغه وروسته ده چې د ګېدو منګلو او پیواړ عليزیو ترمینځ له ځنګله لرګي پرې کولو پر سر د ۲۰۲۱م د اکتوبر پر ۲۳مه جګړه پیل شوې وه چې پنځه ورځې روانه وه.

په هغه جګړه کې ۱۶ تنه وژل شوي‌ او ۱۵ نور ټپي شوي وو.

دا دواړه قبیلې پر ځنګل د ملکیت دعوه لري چې ورباندې عدالت کې مقدمه هم روانه ده خو پرېکړه یې لا تر اوسه نده راغلې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG