د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې وسله والو لږترلږه درې پاکستاني عسکر وژلي


د پاکستان یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په برید کې څلور سرتېري ژوبل شوي هم دي - انځور له ارشیفه
د پاکستان یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په برید کې څلور سرتېري ژوبل شوي هم دي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د پاکستان او افغانستان پر پوله له شرکو سره نېږدې پر قمر مېله امنیتي پوسته په وسله وال برید کې درې عسکر وژل شوي او څلور ټپيان دي.

په سیمه کې د پاکستان یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل د فبرورۍ پر پېنځمه ماخوستن مهال د افغانستان له خوست څخه پر دوی "نامعلومه وسله والو" ډزې کړې چې پکې درې سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپي شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په برید کې ټپي شوي سرتیري د پوځ د " ۸ ای کې رېجمنټ" دي خو وژل شوي ټول د ملېشه ځواک غړي دي.

چارواکي وویل، تر اوسه دا نه ده معلومه چې بریدګر د کومې وسله وال ډلې غړي دي.

خو د ده په وینا، د دوی د چټکو عملیاتو له کبله د وسله والو برید پرشا تمبول شوی او هغوی بېرته افغانستان ته تښتېدلي دي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو له خوا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

بلخوا ازادې سرچینې د وسله والو په برید کې امنیتي سرتېرو ته اوښتی زیان تر هغې زیات یادوي کوم چې امنیتي چارواکي مشال راډیو ته یاد کړ.

سرچینې وايي چې په دې برید کې پینځه سرتېري وژل شوي خو امنیتي چارواکي د دې پخلی نه کوي.

د کورمې د مالي خيلو حشمت علي مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر پینځمه د ماخوستن له شاوخوا نهو بجو جګړه پیل شوې وه او د شپې تر ۱۲ بجو روانه وه.

د ده په وینا، په دې جګړه کې په پراخه کچه لویې وسلې هم کارول شوې دي.

تحریک طالبان پاکستان د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د ۲۰۲۱ز کال په نومبر کې د یوې میاشتې لپاره اوربند کړی وو. دا اوربند د ډېسمبر پر نهمه ختم شو.

د پاکستان حکومت د افغان طالبانو په مرسته له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو پیل تایید کړی وو چې وروسته د دوی په وینا بریالۍ نه شوې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د جنورۍ پر ۲۲مه ویلي وو چې له تحریک طالبان پاکستان سره یې ځکه په خبرو کې پرمختګ ونه شو چې غوښتنې یې د منلو وړ نه وې.

که څه هم شېخ رشيد د دې شرطونو وضاحت نه وو کړی خو پاکستانيو طالبانو په بيا بيا په خپلو بيانونو کې د شريعت نفاذ او له بنده د خپلو ملګرو خوشې کول غوښتي دي.

په پاکستان او په ځانګړې توګه له افغانستان سره پوله لرونکو خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د وسله والو بریدونه په دې وروستیو کې زیات شوي دي.

د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي وايي چې دې برید کوونکو ته د ګاونډي افغانستان کې خاورې مرسته ترلاسه ده.

خو په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت وايي چې په پاکستان کې زیات شوي بریدونه د پاکستان خپله کورنۍ مسله ده.

د طالبانو د حکومت په وینا، هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د بل خلاف فعالیتونه وکړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG