د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف او شاه محمود قریشي د وزیراعظمۍ څوکۍ نوماندان شول


د نوي وزیراعظم ټاکلو لپاره به د قومي اسمبلۍ غونډه د اپرېل پر ۱۱مه ماسپښین دوې بجې ترسره کېږي - انځور له ارشیفه
د نوي وزیراعظم ټاکلو لپاره به د قومي اسمبلۍ غونډه د اپرېل پر ۱۱مه ماسپښین دوې بجې ترسره کېږي - انځور له ارشیفه

ټاکل شوې چې له دندې څخه د عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته د پاکستان قامي اسمبلي د اپرېل پر ۱۱مه د هېواد نوی وزیراعظم منتخب کړي.

د اپرېل پر ۱۰مه ماسپښین مهال د پاکستان متحده اپوزیشن د وزیراعظمۍ څوکۍ ته د شهباز شریف او پاکستان تحریک انصاف د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي د نوماندۍ کاغذونه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې دایر کړل.

د پاکستان دولتي ټېلېوېژن وايي، په قامي اسمبلۍ کې د دواړو نوماندانو د نامزدګۍ اسناد منظور شوي دي.

د پیپلز ګوند یوه سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني مرستیال سپیکر فیصل کریم کنډي د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د قامي اسمبلۍ غونډه د ګل (دوشنبې) پر ورځ ماسپښین ورغوښتل شوې چې پکې به غړي د وزیراعظم د نوماندانو لپاره خپلې رایې کاروي.

د قامي اسمبلۍ غونډه به د ایاز صادق په مشرۍ کېږي چې د پارلېمان د مشرانو د پلاوي مشر دی. کنډی وايي، د وزیراعظم تر انتخاب وروسته به د قامي اسمبلۍ سپیکر او د هغه مرستیال منتخبېږي. د پارلېمان دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د عمران خان په اړه د بې باورۍ رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې لیرې کړ.

په عین وخت کې لیرې شوي وزیراعظم عمران خان د اپرېل پر ۱۰مه د خپل ګوند پاکستان تحریک انصاف د مرکزي کمېټۍ غونډه رابللې ده.

د دې غونډې هدف د پیدا شوي صورتحال جاج اخیستل او د راتلونکې لپاره پر کړنلاره بحث کول ښوول شوي‌ دي.

عمران خان وار له مخه د تحریک انصاف پر پلویانو غږ کړی دی چې د اپرېل ۱۰مه په ټول ملک کې پرامن احتجاج وکړي.

په دې لړ کې په ځینو ښارونو کې احتجاجونه شوي‌ او په ځینو کې تر روژه ماتي وروسته ترتیب شوي دي.

د خان پرضد د عدم اعتماد د رایې تر بریالي کېدو وروسته د مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند پلویانو د اسلام اباد په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د خوشالۍ لاریونونه وکړل.

له کرکټه تر وزیراعظمۍ: د عمران خان ژوند ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:27 0:00

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان پر ضد په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک بريالی شو او هغه له خپلې دندې ليرې کړل شو.

د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد لخوا د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې جمع کړی وو.

اپوزیشن د وزیراعظم خلاف د بې باورۍ د تحریک د کامیابولو لپاره د اسمبلۍ په ۳۴۲ غړیو کې ۱۷۲ رایو ته اړتیا لرله.

د عدم اعتماد د تحریک په پلوۍ د قامي اسمبلۍ ۱۷۴ غړيو خپله رایه وکاروله. د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک خلاف د قامي اسمبلۍ هېڅ کوم یوه غړي رایه ورنکړه.

پر عدم اعتماد تحریک د رایو تر اچول کېدو وروسته د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشرانو ویناوې هم وکړې.

د پاکستان مسلم لیګ نواز مشر شهباز شریف په خپله وینا کې وویل، "موږ د ماضي ناخوالۍ هېرول او پر مخ تلل غواړو. موږ د دې قام پر زخمونو مرهم لګول غواړو. موږ به له هیچا انتقام نه اخلو اوله هيچا سره به ناانصافي او ظلم نه کوو. موږ بېګناه خلک زندانونو ته لېږل نه غواړو ليکن قانون او انصاف به خپله لاره پخپله جوړوي. په دې کې نه زه، نه بلاول بوټو، نه مولانا فضل الرحمن او نه به هم کوم بل څوک مداخله کوي. انصاف به سر لوړی ساتو، له زړه به د عدلیې احترام کوو او د ادارو په سلا مشوره او له هغو سره په ګډه به دا هېواد چلوو".

شهباز شریف د ټولو اپوزیشن ګوندونو شریک نوماند دی - انځور له ارشیفه
شهباز شریف د ټولو اپوزیشن ګوندونو شریک نوماند دی - انځور له ارشیفه


د جمعیت علما اسلام مخکښ او د اسمبلۍ غړي اسد محمود د غونډې ګډونوالو ته وویل، "موږ به خپله مبارزه ضایع کېدو ته نه پرېږدو. له دې هوډ سره چې موږ به د خپلو مخالفينو پر ذات تنقيد نه کوو او د هغوی له ګوند سره به شخصي دښمني نه لرو، بلکې لاس به ورغځوو چې راشئ پاکستان زموږ د ټولو دی او ټول يې بايد په شريکه جوړ کړو."

د تحریک انصاف مخکښ او په لرې کړل شوي حکومت کې د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان هم غونډه ته جذباتي وینا وکړه.

ده وویل، "ستاسو خواهش وو چې د عمران خان حکومت ختم شي. که خدای کول زما مشر به بیا راځي، د ولس په زور به راځي او پر دې څوکۍ به کېني. د عمران خان ګناه دا ده چې ده د مسلمانانو د متحده محاذ جوړولو خبره وکړه. د هغه ګناه دا ده چې د ازادې خارجه پالیسۍ خبره يې کړې ده. محترم چيرمين ایاز صادق صيب، زه دا وايم چې روس هسې پلمه ده، اصل نشانه عمران خان دی."

تحریک انصاف ګوند شاه محمود قریشي د وزیراعظمۍ څوکۍ ته نوماند کړی - انځور له ارشیفه
تحریک انصاف ګوند شاه محمود قریشي د وزیراعظمۍ څوکۍ ته نوماند کړی - انځور له ارشیفه


د شمالي وزیرستان د ولس پارلماني استازي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په خپله وینا کې پر سیاسي مشرانو غږ وکړ چې د ده په وینا، باید د ولس مهمې غوښتنې په پام کې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه، "زه يوې بلې خبرې ته اشاره کوم او هغه د ترهګرۍ مساله ده. ما دلته د تېرو درو، درې نيمو کالو په خپلو خبرو کې همدا چيغې وهلې، خو چا غو نه پرې ګراوه. په کوم رفتار چې ترهګري خپرېږي، هره ورځ هدفي وژنې کېږي، د دې د مخنيوي لپاره به يوه واضحه تګلاره جوړول وي. هغه واضحه پالیسي به دا وي چې زموږ حکومت او ریاست به هر ډول اورپکې په هېڅ يوه حالت کې نه زغمي."

اپوزیشن ګوندونو د وزیر اعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد د تحریک پر کامیابۍ د خوښۍ څرګندونه کړې ده او د اپرېل پر لسمه د حکومت مخالفه اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل رحمان پر بلنه د شکرانې ورځ لمانځي.

XS
SM
MD
LG