د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه: سپريم کورټ دې د عمران خان د سیاسي کودتا مخه ونیسي


مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټوزرداري او مريم نواز - انځور له ارشیفه
مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټوزرداري او مريم نواز - انځور له ارشیفه

په داسې حال کې چې د پاکستان سپریم کورټ د روانو سیاسي پېښو په اړه اورېدنه کوي، اپوزیشن سیاستوال وايي عدلیه بايد غيرجانبداره پرېکړې وکړي.

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د اپريل په څلورمه په اسلام اباد کې د نورو اپوزیشن مشرانو سره يو ځای په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د اپريل په درېيمه پر عدم اعتماد تحريک د رايو اچولو بغیر د اسمبليانو ماتولو له امله وزيراعظم عمران خان سیاسي کودتا کړې ده.

نوموړي پر سپريم کورټ غږ وکړ، "موږ د انصاف تمه لرو. موږ دا هيله لرو چې د عمران خان د کودتا مخه ونیسئ."

د پاکستان سپريم کورټ د اپريل په څلورمه د تېرې ورځې د سیاسي پېښو په اړه دويمه اورېدنه کوي. د اپريل په درېيمه د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپېکر قاسم سوري د اپوزیشن هغه عدم اعتماد تحريک غيرقانوني اعلان کړ چې د مارچ په اتمه د وزيراعظم په خلاف راوړل شوی وو.

تمه وه چې په دغه ورځ به پر دې تحريک رايې واچول شي خو ډپټي سپېکر د قانون وزير فواد چوهدري دا غوښتنه ومنله چې نوموړي پکې وويل چې اپوزیشن سیاستوالو د ايين له پينځمې مادې سرغړونه کړې او د وزيراعظم په خلاف د نړيوالو د سازش برخه شوي نو ځکه د هغوی لخوا راوړل شوی عدم اعتماد تحريک دې ناقانونه وګرځول شي.

د پاکستان د ايين په پينځمه ماده کې راغلې چې پر هر وګړي لازمي ده چې د خپل ریاست او ایین تابعداري وکړي خو اپوزیشن سیاستولو په اسمبلۍ کې سخت احتجاج وکړ او د حکومت پر خلاف یې د نعرو وهلو په وخت وزيراعظم په سياسي تېښته تورن کړ.

عمران خان ادعا کوي چې د هغه په ليري کولو کې د امريکا لاس دی او په دې اړه د شوي يو ملاقات په اړه ورته پاکستاني سفير يو ليک ليکلی دی. خو د امریکې بهرنيو چارو وزارت دا ادعا بې بنياده ګڼي او وياند یې ويلي‌ چې د پاکستان وزيراعظم د ليري کولو سره هېڅ تړاو نه لري. د پاکستان اپوزیشن ګوندونه هم دا خط بهانه بولي او وايي‌ عمران خان له قانوني سیالۍ تېښته کوي.

ولسمشر عارف علوي قامي اسمبلي ړنګه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

عمران خان په قامي اسمبلۍ کې پر عدم اعتماد تحريک د رایو نه اچول کېدو سمدستي وروسته ولسمشر ته سپارښتنه وکړه چې اسمبلیانې ماتې او نوو ټاکنو ته لار هواره کړي. ولسمشر همداسې وکړل. خو اپوزیشن سیاستوالو دا کار د پاکستان د ایین غلط استعمال او له هغه سرغړونه بللي.

تر دې وروسته چیف جسټس له خپلې خوا نوټس واخیست. د اپريل په درېيمه په دې اړه يوه اورېدنه وشوه خو دويمه اورېدنه به د اپريل په څلورمه کيږي.

له اپوزیشن ګوندونو جوړ اتحاد، پاکستان جمهوري غورځنګ کې شامل مسلم ليګ (ن) مشر شهبازشريف وويل چې ډير حساس او تاريخي‌ وخت دی نو سپريم کورټ‌ باید داسې فېصله وکړي چې د جمهوريت اقدار پکې وساتل شي. په همدې خبري غونډه کې د جمعيت علمای اسلام په استازیتوب مولانا اسد محمود وويل چې د پارليمان حق بايد پارليمان ته ورکړل شي. "که دا خبره سپينه نه شي نو د ډپټي سپېکر کړي کار خو د اپوزیشن ټول سیاستوالان غداران وګرځول. دا زیاتی دی. موږ له عدالته انصاف غواړو."

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    طاهر خان

    طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG