د پاکستان حکومت افغانانو ته اجازه ورکړې چې پر تورخم او چمن له پاسپورټ بغېر خپل وطن ته ستانه شي.
ګڼ خلک پر دغو لارو د تګ لپاره منتظر ديخو دوی داسې څه اسناد نه لري چې د پاکستان چارواکيورته د ایکزیټ يا بهر تللو ټاپه ووهي. د قانون له مخې له هر هېواده، د وتلو په وخت وخت بايد يو تن پاسپورټ ولري چې د ايکزیټ ټاپه پرې لګيږي. خو اوس د پاکستان حکومت په دې لړ کې قانون اسانه کړی دی.
د خیبر ضلعې یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د مارچ په ۱۲مه، مشال رېډیو ته وویل، دا ګام د ملي امنیت لپاره د وزیراعظم سلاکار معید یوسف په ځانګړي امر پورته کړل شوی. د دې امر ترمخه پاکستان کې ایسار افغانان د مارچ له ۱۲ مې تر ۱۵ مې یوازې په تذکره او پي او ار کارډ افغانستان ته د اوښتو اجازه لري خو له هغې وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه لازمي وي.
دا راز په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله رسمي ټویټرپاڼه ویلي، ټول هغه کسان چې د تورخم او سپین بولدک په دروازو بند پاتې دي کولی شي د ماچ تر ۱۵ مې په تذکره او پي او ار کارډ خپل هیواد ته ستانه شي. سفارت زیاته کړې چې د پاکستاني چارواکو سره یې د پاسپورټ او ویزې لازمي کولو په اړه هم خبرې کړي او له هغوی یې د حل غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې په دې ورستیو کې پاکستان افغان مېرمنو، ماشومانو او ناروغانو ته په تذکره او د کډوالو په کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) دغه هېواد ته د تګ راتګ اجازه ورکړې وه خو د مارچ په نهمه، د پاکستان حکومت په تورخم کې د هغه هېواد د وګړو د ثبت او د شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) دفتر د تصدیق څانګه تړلې چې له وجې یې له افغانستانه څوک بې له پاسپورټ او وېزې سفر نه شي کولای.
د خیبر یو انتظامي چارواکي چې له رسنیو سره یې د اجازې نه لرلو له وجې د خپل نوم او غږ خپرول نه غوښتل، د مارچ پر نهمه نېټه مشال رېډيو ته وویل چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معید یوسف په امر یې په تورخم کې د نادرا د تصدیق دفتر تړلی دی. د دغه چارواکي په خبره، دا کار یې د "امنيت ټينګښت" لپاره کړی دی.
په هغه دفتر کې به د پاکستان او افغانستان ترمینځ په تذکره او د کډوالو په کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) د تګ راتګ کوونکو افغان وګړو تصدیق کېده. په دې صورت تایید شویو کسانو پاسپورټ او وېزې ته اړتیا نه لرله او دا اسانتیا د پاکستان حکومت اکثر ناروغانو، ښځو او ماشومانو ته ورکوله. خو اوس د هغه دفتر تر بندېدو وروسته بايد پاکستان ته اوښتونکی هر افغان وېزه او پاسپورټ ولري.