د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد انتظامي مشر ویلي چې په هغه ښار کې یې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې یوه پېښه ثبت کړې ده.
د انتظامي مشر دفتر د ډېسېمبر پر ۲۵مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې وړجن کس کراچۍ ته تللی وو او له هغه سره چې کومو لسو کسانو لیدلي ول هغه یې هم قرنطین کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې په کراچۍ کې د اومېکرون بڼې پېښه تایید شوې وه.
روغتیاپالان وايي، د کورونا وایرس دا نوې بڼه د نورو پرتله په تېزۍ خپرېږي.
د خیبر طبي پوهنتون استاد او د کورونا وایرس په اړه څېړنکار ډاکټر اعجاز یوسفزی وايي، له اومېکرونه هم د ځان ساتلو لارې هم هغه دي چې د کورونا وایرس د نورو بڼو لکه الفا، بیټا، ګیما او ډېلټا پروړاندې وې.
ده وویل، تر اوسه په پاکستان کې د کورونا وایرس پینځه بڼې تایید شوې دي چې پکې اومېکرون نوې هغه ده.
ډاکټر اعجاز یوسفزي وویل، "د دې کېسونه په پورته روان دي خو تر ننه ډېلټا [بڼه] غالبه ده. دا نوې [بڼه] د هغې په څېر خطرناکه نه برېښي خو خلق اندېښمن ځکه دي چې [د وایرس په دې بڼه کې خورا زیات] بدلونونه شوي دي."
نوموړی زیاتوي چې هېڅ د ویرې خبره نیشته هغه ځکه چې اوس خلک هم پوه دي او دواګانې او واکسین هم شته نو خلک دې ځانونه واکسین کړي.
ده زیاته کړه، "څنګه چې وایرس ځان له وخت سره بدل کړ نو که هغه خطرناکه شي یا په تېزۍ د خپرېدو [وړتیا ترلاسه کړي] نو خلکو هم زده کړه کړې او انتظامات کوي."
خو د ده په وینا، دا ښکاره ده چې د وایرس [هره بڼه چې وي] واکسین شوي کسان به دومره نه اغېزمنوي لکه څومره چې بې واکسینه کسان بیماروي.
بلخوا په خیبر پښتونخوا کې د صحت محکمې یو چارواکی وايي چې د کورونا وایرس د څار مرکزي ادارې پر هدایاتو په ټول ملک کې د دوی هڅه ده چې تر راتلونکو دوو میاشتو د هېواد له ۶۰ تر ۷۰ فیصده کسان واکسین کړي.
ډاکتران وايي، له یو بله فاصله ساتل، ګڼه ګوڼه نه جوړول، په بیا بیا په ساده صابون لاسونه مینځل، ماسک په مخ کول او د ناروغۍ په صورت کې ځان ګوښه کول هغه لارې چارې دي چې خلک ورباندې ځان او نور کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ساتلای شي.
د کورونا وایرس اومېکرون بڼه د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه چې څه موده وروسته په اروپا، امریکا او یوشمېر نورو هېوادونو کې یې پېښې ثبت شوې.
د اومېکرون بڼې د پېښو له وجې د عیسویانو د اختر یا کرېسمېس پر مهال زرګونه پروازونه هم لغوه شول.