د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېبرا لاینز له افغانانو سره د مرستو په اړه د امریکا وروستی اقدام ستایلی دی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډېبرا لاینز یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډېبرا لاینز یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرټر ځانګړې استازې ډېبرا لاینز له افغانانو سره د بشري مرستو په هدف د امریکايي حکومت وروستی اقدام ستایلی دی.

د امریکا د خزانې وزارت د ډېسېمبر پر ۲۲مه مازیګر مهال له افغانستان سره د بشري مرستو د زیاتېدو لپاره یوشمېر جوازونه او کړنلارې اعلان کړې.

په دې اړه د امریکا د حکومت له خوا جوړه شوې مسوده هم د ډېسېمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې منظوره شوه.

ډېبرا لاینز زیاته کړې چې اوس به د ملګرو ملتونو سازمان او بشرپاله متحدین یې له ضرورتمندو خلکو سره پر پراخ کچ د مرستو ترسره کولو جوګه شي.

د امریکا د خزانې وزارت د وروستي اقدام په اړه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم پر ټوېټر بیان ورکړی دی او ویلي یې دي چې له دې کار سره به افغانانو ته د مرستو لېږد اسانه شي.


هغه ویلي چې د خزانې وزارت په افغانستان کې د بشري کړکېچ د هواري لپاره درې نوي عمومي جوازونه ورکړل.

د ده په خبره، دغه جوازونه به اوسنیو صلاحیتونو کې پراختیا راولي چې نړیوال او ځواب ورکوونکي سازمانونه وتوانېږي چې د ژوند-ژغورنې د مرستو او نور ملاتړ پراخې بڼې (لکه روزنې، غیرسوداګریزې پرمختیا) برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې هغه نړيوالې مرستې چې پرځول شوي جمهوري حکومت ته ورکول کېدلې، بندې شوې دي.

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وایي، تقریباً ټول افغانان په کافي اندازه خواړه نه لري او اقتصادي سقوط به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مخ په زیاتېدونکي ناوړه وضعیت افغانستان له لا زیاتو مشکلاتو سره مخامخ کړي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اړینه ده چې له افغانانو سره مرسته وشي او لکونه کسان له لوږې وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG