د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ: موږ د پښتنو استازیتوب کوو، نه د طالبانو


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

د سولې نوبل جايزه ګټونکې او د نجونو د تعليم نړيوالې مبارزې ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه د پاکستان د وزيراعظم عمران خان پر وروستيو څرګندونو نيوکې کړې دي.

ملالې پرون (د ډېسېمبر ۲۰مه) پر خپلې ټويټر پاڼې لیکلي، نېږدې وه چې د طالبانو له خوا د نجونو پر تعلیم د بندیز خلاف مبارزه کې یې ژوند له لاسه ورکړی وای.

نوموړې لیکلي، په زرګونه پښتانه فعالان او مخور د طالبانو د وحشت خلاف درېدو له کبله ووژل شو او په ملیونونو نور کډوال شوي دي.

هغې لیکلي، "موږ د پښتنو استازیتوب کوو، نه د طالبانو".

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د پاکستان وزيراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو فوق العاده غونډې ته په وينا کې وویل، د بشري حقونو په اړه هره ټولنه خپل لید لوری لري او کله چې په افغانستان کې د بشري یا د ښځو حقونو موضوع مطرح کېږي، باید د پښتنو د کلتور په تناظر کې دې موضوع ته وکتل شي.

هغه دا هم وویل چې د افغان طالبانو لویه برخه پښتانه دي، خو د عمران خان پر دغو څرګندونو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په ګډون ګڼو سیاستوالو او د ټولنيزو رسنيو فعالانو نيوکې وکړې.

XS
SM
MD
LG