له بنو ښار سره جوخت د ځونیخېلو ولس د نومبر له ۳۰مې نېټې راهیسې بیا پرلت وهلی چې نن پر دویمه ورځ هم دوام لري.
پرلتوال وايي، چې حکومت د مارچ او جون په میاشتو کې خپل پرلتونه په حکومتي ژمنه پای ته ورسول خو زیاتوي اوس بیا احتجاج کولو ته ځکه اړ شوي دي چې له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي شوې.
یاده دې وي، ځونیخېلو د مارچ په میاشت کې دغلته د څلورو ځوانانو د جسدونو تر موندل کېدو پس اته ورځې پرلت وهلی وو، چې وروسته له حکومت سره په خبرو اترو پای ته ورسېدلو.
د پرلتوالو په وینا په هغو مذاکراتو کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی له دوی سره په سیمه کې د امن باوري کولو، د ترقیاتي پروژو، د وژل شویو ځوانانو لپاره عدالتي پلټنې، د جبري ورکو کسانو د خوشې کولو په ګډون نورې ژمنې کړې وې خو هېڅ عملي نه شوې.
دوی وايي له دې وروسته د جون په میاشت کې د سیمې یو مشر ملک نصیب خان ناڅرګندو وسله والو ووژلی چې د هغه د وژنې خلاف یې ۲۸ ورځې پرلت ووهلی او په هغه کې هم دوی د خیبر پښتونخوا حکومت ته د هغوی کړې ژمنې ورتکرار کړې خو لا یې هم د عملي کېدو هېڅ څرک نه لګېږي نو دا دی بیا پر احتجاج دي.
د پرلت یو سمبالوونکی او د ځونیخېلو اوسېدونکی علاو الدین خان مشال ریډیو ته وايي چې د دوی او حکومت ترمینځ په ناسته کې پر سټامپ پیپر ژمنې لیکل شوې دي او هغه باید عملي کړل شي.
((نوې غوښتنې مو نشته هم هغه غوښتنې دي چې حکومت ورسره په سټامپ پیپر لیکلې وې، په سیمه کې امن لاهم نشته، وسله وال په خلاص مټ ګرځي، عدالتي پلټنه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، په پرلتوالو جوړې مقدمې لا نه دي ختم شوې، په ترقیاتي پروژو کې هېڅ پرمختګ نشته، نو مجبوره یو چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره پرلت ته دوام ورکړو.))
د پرلت یو بل ګډونوال ریحان وايي، حکومت ته خواست کړي چې ورسره کړې ژمنې دې پوره کړي، نور له احتجاجونو ستړي شوي دي. نوموړی زیاتوي که یې غوښتنې نه پوره کېږي بیا به پرېکړه کوي، چې پرلت پېښور او یا اسلام اباد ته وغځوي.
د یاد پرلت په اړه د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر ملک شاه محمد وزیر مشال ریډیو ته وویل، چې له ځونیخېلو سره شوې ژمنې به ضرور پوره کېږي. پر ډېرو یې کار روان دی پوره کېږي. په سیمه کې د امن باوري کولو په موخه ګامونه پرته کېږي لګیا دي، ترقیاتي پیکېج کې دوه اربه د ترقياتي کارونو لپاره او دوه اربه د سیمې د سیند تانګه ډېم لپاره اعلان شوې دي، چې په عملي کولو به یې لږ وخت اخلي. خو ځونیخېلو وايي، حکومت ورسره کړې هېڅ یوه ژمنه نه ده پوره کړې.