د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د تاوتریخوالي ضد شییعه - سني تړون


کورمه کې د شییعه-سني جرګې برخوال: ۲۰۲۱، ۱۷م مې
کورمه کې د شییعه-سني جرګې برخوال: ۲۰۲۱، ۱۷م مې

په کورمه کې شییعه سني مشرانو ویلي، دوی به هر هغه عمل مخالفت کوي چې په سیمه کې د فساد سبب جوړېږي.

دغو مشرانو په اتوار په داسې حال کې جرګه کړې چې د یوه مذهبي شخصیت په شان کې د سپکاوي ویډیو په ټولنیزو رسنیو تر خپرېدو وروسته د سیمې په خلکو کې غوسه راپارولې او د دې پرضد يې د قانوني کاروايي غوښتنه کړې ده.

د شییعه ګانو تنظیم انجمن حسینه مشر حاجي سردار حسین بیګا مشال رېډیو ته وویل، په سیمه کې ډېر په مشکله امنیت پرځای شوی او د دې قایم ساتلو لپاره به حکومتي اقداماتو مکمل ملاتړ کوي.

په جرګه کې شامل یوبل مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزی وايي، چې د کورمې د بدامنۍ اثرات په ټول ملک غورځېږي نو ځکه به د امنیت لپاره ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کوي.

بلخوا د کورمې ضلعي انتظاميۍ مشر ډپټي کمیشنر ډاکټر افاق وزیر مشال رېډیو ته وویل چې څوک هم د قانون خلاف ورزي کوي پرضد به یې سخت اقدامات کېږي.

په کورمه شییعه ګان او سنیان ګډ ژوند کوي او کله نا کله پکې فرقه ییزې پېښې رامنځ ته کېږي.

XS
SM
MD
LG