د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو وتل امنیتي تشه نه رامنځته کوي


افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري.ارشیف-انځور
افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري.ارشیف-انځور

لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې له افغانستانه د پوځي تجهیزاتو د بسته بندۍ، لېږد او له دغه هېواده د ټولو امریکایي ځواکونو په ایستلو کار روان دی.

'سي.اېن.اېن' د درېیو امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د خوندي ایستلو لپاره په سيمه کې سلګونه سرتېري ځای پرځای کړي دي.

دغو رسنیو دغه شان راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن په سیمه کې د الوتکې وړونکې سمندري بېړۍ، ساتل هم منظور کړي دي.

بلخوا د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي د اپرېل پر ۲۳مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي او د دغو ځواکونو د امنیت د خوندیتوب لپاره له وړاندې بي-۵۲ دوه بم غور ځوونکي په سیمه کې ځای پرځای شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي

'سي.اېن.اېن' همدارنګه د یوه امریکایي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخېستل شوی لیکلي چې اوس مهال ډېر تمرکز د هغو تجهیزاتو په لېږدولو دی چې افغانستان کې له منځه نه وړل کېږي او افغان ځواکونو ته هم نه سپارل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د دغو راپورونو په غبرګون مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه له ښو وړتیاوو برخمن دي او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به هېڅ کومه تشه رامنځ ته نه شي.

امان زیاته کړه: "د افغانستان دفاع وزارت د مسولیت اخېستلو لپاره ټول چمتووالی نیولی، موږ مشخص پلان لرو او د دغه پلان په چوکاټ کې د مسولیتونو لېږد ترسره کېږي او هېڅ ډول اندېښنه باید ونه اوسي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به هېڅ کومه تشه رامنځته نه شي. "

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې شپږ بي - ۵۲ جنګي الوتکې په منځني ختیځ کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د استخبارتي سازمان 'سي. ای.اې' مشر پرېس ویلیام د تېرې اوونۍ په وروستیو کې په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی او افغان چارواکو سره یې په کتنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د امریکا د هڅو خبره کړې ده.

دغه خبري اژانس لیکلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د افغان ځواکونو د وړتیاوو په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي.

امریکا د استخبارتي سازمان 'سي. ای.اې' مشر پرېس ویلیام
امریکا د استخبارتي سازمان 'سي. ای.اې' مشر پرېس ویلیام

خو د افغانستان د وسله وال پوځ پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ډېر ښه روزل شوي او له ښو وړتیاوو برخمن دي.

کریمي بیا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو فني او لوژستيکي وړتیاوو ته په اندېښنه کې دی.

دی وايي: "فني او لوژستيکي وړتیاوې ډېرې مهمې دي. که زموږ اردو له فني او لوژستيکي اړخه کمزورې نه شي خپلې دندې به په ښه ډول ترسره کړي."

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د روان زېږدیز کال د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو یو شمېر لوړ رتبه امریکايي چارواکو په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو خبرداری ورکړی چې دا کار به ښې پایلې ونه لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG