د اپرېل پر ۱۹مه د خوست یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړ او د جګړې له ښکېلو خواوو يې وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي.
د دې غونډې ویناوالو پر خلکو غږ وکړ، چې د سولې، د هېواد د پرمختګونو او ټولګټو پروژو د ساتنې لپاره یولاس شي.
دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان په خپلو خبرو کې وویل، سوله اللهي امر او د ژوند له مهمو اړتیاوو څخه بلل کیږي.
نوموړي د افغان حکومت په چارواکو او طالبانو غږ وکړ، چې په خپلو مینځو کې سوله وکړي، ځکه وینه په وینه نه صفاء کېږي او په ورور وژنه وطن هم نه جوړیږي.
مولوي محمدعارف عرفان په افغانستان کې د زیربنايي پروژو د اړتیا او ارزښت یادونه وکړه او ويې ویل که چیرې زموږ هېوادوال د ژوند اسانتیاوې او ښه اقتصادي غواړي، نو باید په ګډه له امن او ملي پروژو ساتنه وکړي.
د سولې او ملي پروژو په ملاتړ غونډه کې یو شمېر ښځو هم برخه اخیستې وه.
مدني فعالې نادیه باوري هم له ښکیلو خواوو د جګړو د بندیدو غوښتنه وکړه:
"سوله خو د هر انسان د ژوند ضرورت دی، د ژوند مهمترین جزء سوله ده، موږ منحیث د مور، خور او میرمن غواړو چې باید سوله راشي، په دواړو غاړو غږ کوو چې دا جنګ او جګړه بس کړي، وینې تویونې ته د پای ټکۍ کیږدي او سوله راولي، زموږ ولسمشر واقعاً د خپل هېواد لپاره ملي او بنسټیزې پروژې پلې کړې او دا داسې پروژې دي چې راتلونکو نسلونو ته په درد خوري، یانې که موږ نه وو، زموږ راتلونکې نسلونه به له دې نه استفاده کوي."
پخوانی جهادي قوماندان خانولي وویل، نور باید جنګ بس شي، ځکه خلکو ته په جنګ کې مالي او ځاني زیانونه واوښتل، د افغانستان اوس اساس جوړ شوی او دا اساس باید پیاوړی کړو.
خانولي زیاتوي، افغان ولسمشر په هېوادونو ګرځي، مرستې راټولوي او ورباندې ټولګټي پروژې پلي کوي، خو ځینې خلک بیا دا هر څه د خپلو شخصي ګټو په خاطر له منځه وړي، چې باید په ګډه يې مخه ونیسو.
مدني فعال حبیب الله اسماعیل خېل بیا په خپلو خبرو کې وویل، یوازې په ښاري غونډو د خلکو فکرونه نه روښانیږي، بلکې اړتیا داده چې دا پیغامونه کلیو او بانډو ته یوسو او ولسونه وهڅوو چې د ټولو پرمختګونو او ملي پروژو په ساتنه کې خپل رول تر پخوا په ښه ډول ترسره کړي.
په دې غونډه کې د حکومتي مسوولینو په استازولۍ د ولایت ټولنیزې مرستیالې زینب افغان خبرې وکړې او ولسونه يې د نظام نه کلک ملاتړ ته راوبلل او ويې ویل:
"د سولې په خبرو کې به هر چا ویل چې ولسمشر علاقه نه لري، ولسمشر نه غواړي خپل موقف او چوکۍ چا ته پریږدي، خو موږ تاسو يې هر وخت په رسنیو کې وینو چې وايي راشئ ټاکنې وکړئ او حتا دا خبره يې هم وکړه چې زه انتخاباتو ته هم نه کاندیدږم، نو بیا ولې ورڅخه ویره او ډار لرئ، داسې ولسمشر دی چې موږ يې بل سیال نه لرو، نو هیله مو داده تر څو دده ملا وتړو، ځکه د ده په شتون کې د افغانستان د نسلونو لپاره بقاء شته."
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم په خوست کې زرګونو خلکو د نظام په ملاتړ یوه ولسي غونډه کې جمهوریت یواځینۍ نظام بللی وو، چې د ټولو خلکو حقوق، ازادۍ او د هېواد پرمختګونه په کې خوندي کیدلی شي.
د یادې غونډې ګډونوالو له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم غوښتي ول، چې په دې هېواد کې د وروستیو دوه لسیزو په لاسته راوړنو او پرمختګونو دې معامله نه کیږي.