برتانیا د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر درېیم ملي ټولبند ته داخله شوې. په عین وخت کې په هغه هېواد کې د واکسین وېشلو لړۍ له ستونزو سره مخامخ ده.
اټکل کېږي چې جرمني هم سر له ننه روان ټولبند وغځوي. په برتانیا او جرمني کې هم د نړۍ د نورو سیمو په څېر د کورونا وایرس د پېښو او له دې څخه د مړینو شمېرې په زیاتېدو دي.
د برتانیا وزیراعظم بوریس جانسن د ټولبند اعلانولو پر مهال وویل، چې دا لړۍ به لږ تر لږه د فبرورۍ تر نیمايي پورې دوام وکړي. نوموړي دا هم وویل چې، د هغوی روغتونونه د کووېډ ـ ۱۹ ناروغانو له وجې تر بل هر وخته تر زیات فشار لاندې دي.
په برتانیا کې وار له مخې د کرسمس او نوي کال پر مهال سخت بندیزونه اعلان شوي وو.
تمه ده چې نن د جرمني د وزیراعظمې انګېلا مېرکل او د ایالتونو د مشرانو ترمنځ تر غونډې وروسته به هلته هم د برتانیا غوندې ټولبند اعلان شي.