د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کویډ ۱۹ ناروغۍ په نتیجه کې د مرستو او حکومتي لګښتونو بیل له هغې څو ورځې وروسته لاسلیک کړ چې د ملیونونو امریکایانو لپاره د بې روزګارۍ د اضافي پیسو ورکولو موده ختمه شوه او حکومتي غړو په حکومتي کچه د ادارو د بندولو خبردارې ورکړ.
ولسمشر ټرمپ دا قانوني مسوده د ډيسمبر پر ۲۷مه ناوخته لاسلیک کړه. له دې وړاندی هغه د دې لاسلیکولو نه انکار کړی وو او د ۱۱ ملینونو خلکو لپاره د اضافي مالي مرستو لړ کې یې قانون سازي په شک کې اچولې وه.
ولسمشر ټرمپ د ډیسمبر پر ۲۲مه ویلي ول چې دا بیل به نه لاسلیکوي چې له وجې یې د کانګریس غړي حیرانه شوې ول او دا بیل یې هم له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړی وو.
په دې بیل کې د بې روزګاره خلکو لپاره د اضافي مرستو ترڅنګ د هغو امریکایانو لپاره یو ـ ځل ۶۰۰ ډالره ورکول هم شامل دي چې امدن یې زیات نه دی.