د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري غورځنګ: د عمران خان اقتصادي تګلاره ناکامه شوې


پاکستان جمهوري غورځنګ: د عمران خان اقتصادي تګلاره ناکامه شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:19 0:00

پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا د مردان په جلسه کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت پر اقتصادي تګلاره انتقاد وکړ. د اپوزیشن ګوندونو د دې اتحاد سیاستوالانو دعوه وکړه چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت د هېواد د اقتصادي ستونزو په هواري کې پاتې راغلی. د مردان تر جلسې مخکې د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالان او زرګونه پلویان په قافلو کې له ښاره تېر شول. پي ډي اېم وايي، په فبرورۍ کې د اسلام اباد لوري ته لاریون کوي. حکومت په بیا بیا ویلي چې خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې دی چې سموي یې. وزیراعظم عمران خان وايي، اقتصادي او مالي تګلارې یې د هېواد د ولس په ګټه دي. ویډیويي رپورټ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG