راني خان په اسلام اباد کې د نرښځیو لپاره مدرسه جوړه کړې
راني خان د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نرښځیو لپاره مدرسه جوړه کړې. نوموړې وايي، په نورو مدرسو کې له نرښځیو سره توپیري چلند کېږي، نو ځکه دې کار ته اړ شوه. راني خان خپله هم نرښځۍ ده او وايي، په مدرسه کې زده کوونکو ته د اوسېدو ځای هم ورکوي. نوموړې زیاتوي چې له دې پرته د هغو نرښځیو مرسته هم کوي چې د اېچ ای وي او اېډز په ناروغۍ اخته وي. ویډیويي رپورټ.
د فېسبوک تبصرې