د شمالي وزیرستان د میرلي د هڅوخېلو پل او ورسره نېږدې ځای د مازیګري د بنډارونو لپاره نوم لري.
په ۲۰۱۶ز کال کې چې د پاکستان پوځ تر شاوخوا دوو کلونو وروسته په سیمه کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو بریا او پای اعلان کړل نو لاکونه بې کوره وزیرستانیان هم په پړاوونو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول.
په دې ډول یوځل بیا تر څه د پاسه یوې لسیزې وروسته د میرلي او نورو سیمو اوسېدونکو د هڅوخېلو پر پله بنډارونه او مېلې پیل کړې چې تر نیمې شپې به روانې وې.
د سیلګرۍ هغه ځای له ۲۰۰۶ز څخه د ۲۰۱۶ز تر پای پورې خالي پروت وو او پکې پر امنیتي سرتېرو او د هغوی پر کاروانونو حملې هم شوې وې. له پله سره نېږدې امنیتي سرتېرو هم د وسله والو پر ضد عملیات کړي ول.
اوس د ۲۰۱۸ز له پای راهیسې یو ځل بیا د هڅوخېلو د پله په ځای کې تر مازیګر وروسته خاموشي وي او ځوانان نه ورځي.
لامل یې هغه وېره ده چې په شمالي وزیرستان کې د هدفي حملو له وجې خپره شوې.
د مشال راډیو له شمېر سره سم، په ۲۰۱۹ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۵۱ او د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر تر اتمې ۴۵ هدفي بریدونه شوي چې پکې لسګونه ولسي وګړي، مشران، فعالان، سرکاري کارکوونکي او امنیتي سرتېري وژل شوي او ژوبل دي.
مشال راډیو په شمالي وزیرستان کې د بریدونو د نوعیت، د هدفي حملو د لاملونو او پر وړاندې یې د حکومتي اقداماتو د معلومولو په موخه د سیمې له یو شمېر فعالانو، د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو، خبریالانو او چارواکو سره خبرې کړي.
د هدفي بریدونو پر موضوع رپورټ واورئ
د سیمې اوسېدونکي او فعالان تور پورې کوي چې پوځ او پولیس نه یوازې د دې حملو په مخنیوي کې پاتې راغلي بلکې په شمالي وزیرستان کې وسله والې ډلې یوځل بیا د منظمېدو په حال کې دي.
چارواکي د ناکامۍ تور ردوي او وايي، وخت نا وخته کېدونکي عملیات او پکې د وسله والو وژنې ثبوت دی چې انتظامیه د سیمې امنیت ته ژمنه ده.
تحریک طالبان پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ځینو، په ځانګړي ډول پر پوځیانو، د حملو ذمه واري منلې خو د یوه لوی شمېر هدفي بریدونو د عاملانو پته نه لګي.
د حملو نوعیت
رسول داوړ په شمالي وزیرستان کې د پاکستان له شخصي جیو ټېلېوېژن سره خبریالي کوي.
د ده پلټنې ښيي چې په سیمه کې د هدفي حملو لوی اکثریت د ترهګرۍ پېښې دي او جنايي بڼه تقریباً نه لري:
"زموږ د علم مطابق خو په وزیرستان کې دومره [جرمونه نه کېږي] چې څومره په پېښور یا د بنو په یوه تاڼه کې [درجېږي]. وجه یې دا ده چې په [وزیرستان] کې [جرم] کول ډېر مشکل دي. دا ټول د دهشتګردۍ واقعات دي."
د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه جوتولو په شرط مشال راډیو ته تایید کړه چې دوی هم زیاتره حملې د ترهګرۍ پېښې ګڼي.
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور وايي، په بریدونو کې یې ځینې د شخصي دښمنیو له وجې شوې دي او زیاتره د ترهګرۍ پېښې وې چې پکې ملکان، فعالان او سرکاري کارکوونکي په نښه شوي.
دی د بنو د پولیسو د یوه سرتېري مثال ورکوي چې رزمک ته په چکر تللی وو او چې ستون شو نو په میرلي کې وسله والو ورباندې حمله وکړه او ویې واژه.
د ګنډه پور په خبره، پولیسو دا د ترهګرۍ پېښه وبلله او د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې ته یې د پلټنو چارې وسپارلې خو تحقیقاتو وښوده چې هغه سرتېری د شخصي دښمنۍ له وجې وژل شوی وو.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی او فعال عادل دواړ وايي، شاوخوا ټول هدفي بریدونه وسله والو کړي دي.
دی وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې د پوځ له عملیاتو څخه ځینې وسله وال د ډېورنډ له کرښې اوښتي ول او افغانستان ته تللي ول چې اوس شمالي وزیرستان ته ستانه شوي.
داوړ د وسله والو په فعالیتونو کې پر ریاست هم د ککړتیا تور پورې کوي:
"په دې [بریدونو] کې یو هم داسې نه دی چې پکې [د وژلي کس] له چا سره دښمني وي. هو، داسې یو نیم واقعات وشي چې د ذاتي دښمنۍ، خو هغه بیا ټول کلي ته ښکاره وي، هغه مخالف لوری بیا ووايي چې دا موږ کړي دي. نو دا دلته دوی (سرکار) کسان راوستي دي – هغه له ضرب عضبه چې کوم کسان افغانستان ته فرار شوي ول هغه یې راوستي دي – دا ټول کارونه دوی په هغوی کوي. او په دې کې دا ضروري نه ده چې یوازې د [تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله وال دې وي] په دې کې د ټي ټي پي والا هم دي، په دې کې چې [ښه طالبان] دي، هم دي، په دې کې ټول ملوث دي."
هغه وسله وال طالبان چې په افغانستان کې بریدونه کوي اصطلاحاً "ښه طالبان" او چې په پاکستان کې حملې کوي، "بد طالبان" بلل کېږي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې نه یوازې دا اصطلاح رد کړې او ناسمه یې بولي بلکې زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.
د شمالي وزیرستان د ځوانانو د سازمان مشر نور اسلام داوړ هم د هدفي وژنو او نورو ناامنیو لپاره دولت پړ بولي او ورباندې د ککړتیا تور پورې کوي:
"چې دا څومره [لوبه] کېږي، دا ټوله کنټرولډ ده. دا زه نه منم چې دا یاغیان دي او دغه دهشتګرد دي او دا [ښه] طالبان دي او دا [بد] طالبان دي. دا اې، بي، سي ډي تر زیډ پورې چې کوم دي، دا ټوله یوه کیسه ده."
د هدفي وژنو لاملونه او د دولت کردار
د پښتون ژغورنې غورځنګ عادل داوړ وايي، په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه ځکه زیات شوي چې دولت غواړي چې هغه قبایلي ضلع د افغانستان پر ضد وکاروي:
"په وزیرستان کې بیا یو ځل دهشتګردۍ [ته وده ورکول] کېږي او د وزیرستان خاوره د تل په څېر د نورو هېوادونو خلاف د استعمالولو لپاره دلته [زمینه/حالات برابرېږي] نو دا ټارګېټ کېلېنګ (هدفي وژنې) او نور حساب کتاب چې شروع دی، دا د [همدې کار] یو تسلل دی. دا د وزیرستان د عوامو رای ده."
د ځوانانو د سازمان نور اسلام داوړ په وینا، د شمالي وزیرستان جغرافیايي موقعیت د افغانستان کنټرولولو لپاره موزون دی.
د شمالي وزیرستان د میرامشا او میرلي په ګډون د ځینو نورو برخو اوسېدونکو هم د نوم نه څرګندولو په شرط په خبرو کې شک وښود چې امنیتي او استخباراتي ادارو وسله والې ډلې خپلو فعالیتونو ته پرېښې دي او پر ضد یې پرېکنده اقدام نه کوي.
دوی وویل، پخواني وسله وال یو ځل بیا منظم شوي، د تورو ښیښو په ګاډو کې ګرځي او په ځانګړي ډول تر ماښام وروسته چې پولیس او امنیتي سرتېري خپلې پوستې پرېږدي نو دا وسله وال خپل فعالیتونه کوي.
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور مني چې ځینې ځايي وسله وال بیا منظم شوي.
دی وايي، له افغانستان سره پر پوله په ځینو ځایونو کې اغزن تار نه دی لګېدلی نو ځکه ورباندې وسله وال تګ راتګ کولای شي.
خبریال رسول داوړ هم تاییدوي چې خلک پر امنیتي او استخباراتي ادارو یو شمېر تورونه پورې کوي خو ثبوت یې نه وړاندې کوي، نو ځکه خپلواکه پلټنې په کار دي:
"بالکل دا الزامات لګي. خو د دې [ثابتولو] لپاره بیا هڅې په کار دي – په سرکاري سطح هم او په غیرسرکاري سطح هم. [پښتون ژغورنې غوځنګ] او نور خلک هم وايي چې په دې [پېښو کې] ریاست ملوث دی او یا یې ریاستي ادارې معاونت کوي، خو اصل تحقیقات په کار دي – په سرکاري سطح، د پولیس په سطح یا د جرګو په سطح – چې د دې پته ولګي چې اصل محرکات یې څه دي."
د امنیتي ځواکونو لوړپوړی چارواکی په سپینه د سیمې د خلکو دا ټول تورونه ردوي او وايي چې پوځ او استخباراتي ادارې په شمالي وزیرستان کې بالعموم او په ځانګړي ډول په شوال کې د وسله والو د لټون عملیات کوي چې پکې وخت په وخت نښتې هم کېږي او د وسله والو ترڅنګ پکې سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
چې کله اېف ای ار درج شي نو هغه د رېکارډ حصه شي او چې د رېکارډ حصه شي نو بیا خلک تپوس کوي چې په [پېښه] کې څوک ملوث ول، څوک دې ونیول، خو چې اېف ای ار درج نشي نو بیا خو کیسه ختمه شوه.رسول داوړ
د عادل داوړ په خبره، وسله وال حکومت او پوځ پلوي کسان په نښه کوي خو دی وايي، امنیتي ځواکونه اکثر د ټیټي سطحې وسله وال وژني.
"دوی دلته هغه کسان وژني چې سرکار [پلوي] دي چې دوی دلته په [ولس] کې همدردي پیدا کړي چې ګیني موږ خو ریښتیا د ریاست او سرکار خلاف یو. خو دا خبره نه ده. بل دلته چې د [وسله والو مشران] دي چې دهشتګردۍ" ته لمن وهي، هغه هېچا و نه وژل، "هغه ګرځي، د تورو ښیښو په ګاډو کې ګرځي" خو یوازې د ټيټې سطحې وسله وال وژل کېږي.
خو د امنیتي ځواکونو لوړپوړی چارواکی وايي، یوازې یې د تېر یو کال په موده کې په عملیاتو او نښتو کې د ځینو مهمو قوماندانانو په ګډون ۹۵ وسله وال او هدفي بریدګر وژلي دي.
د عادل داوړ او نور اسلام داوړ په ګډون د شمالي وزیرستان یو شمېر اوسېدونکو وویل، پولیس تر هدفي بریدونو وروسته د وسله والو پر ضد رپورټ نه دایروي او د احتجاجونو او ولسي فشار له وجې چې مقدمه یا اېف ای ار درج هم کړي، پلټنې نه کوي او بریدګر نه نیسي.
خبریال رسول داوړ وايي، تر هرې "پېښې وروسته اېف ای ار درجول قانوني لاره ده، دا به دوی خامخا کوي، دا د حکومت [دنده] ده، خو نه یې کوي. وجه یې دا ده چې کله اېف ای ار درج شي نو هغه د رېکارډ حصه شي او چې د رېکارډ حصه شي نو بیا خلک تپوس کوي چې په [پېښه] کې څوک ملوث ول، څوک دې ونیول، خو چې اېف ای ار درج نشي نو بیا خو کیسه ختمه شوه."
د سیمي اوسېدونکي وايي، په ۲۰۱۶ز کال کې چې شمالي وزیرستان ته ستانه شول نو انتظاميې ورڅخه وسلې ټولې کړې.
دوی پوښتنه کوي چې د وسلو ټولولو، په ضلع کې دننه او پر ورداخلېدونکو لارو د امنیتي پوستو باوجود، وسله والو ډلو درنې او سپکې وسلې له کوم ځایه وروړې دي؟
دوی همداراز زیاتوي چې د هدفي حملو د زیاتېدو له وجې د میرامشا او میرلي یو شمېر سوداګرو خپل کاروبارونه پرېښوول او د پاکستان نورو برخو ته یې انتقال کړل.
د پولیسو او امنیتي ځواکونو اقدامات
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور وايي، د ضلعې په ځینو برخو کې حکومت له خلکو وسلې نه وې ټولې کړې نو وسله والې ډلې هم هغه وسلې کاروي.
د ده په خبره، شمالي وزیرستان "دوه یا درې داسې تحصیلونه دي لکه رزمک چې پکې د [وسلو ټولولو] اپرېشن بالکل نه دی شوی. د شوې او سپینوام ځینې برخې هم داسې دي" چې ورڅخه وسلې نه دي ټولې شوې.
دی وايي، په هغو ځایونو کې خلکو "وسلې پټې کړې وې" چې اوس یې راباسي او کاروي یې.
د ګنډه پور په خبره، له دې ډول خلکو څخه یې مخکې هم وسلې ټولې کړي او اوس یې پوځ او پولیس دواړه کوي.
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر وايي، که "پوځ پر چېک پوسټ" وسله لرونکي کسان "ونیسي، موږ ته یې حواله کړي، موږ ورباندې اېف ای ار کوو."
ګنډه پور وايي، دا ناسمه ده چې ګواکې پولیس د شپې نه ګرځي. دی وايي، خپله څو ځلې شپې ناوخته وتلی او د امنیت په موخه یې په بېلا بېلو ځایونو کې ګزمه کړې.
"زه خپله ۱۱ نیمې بجې هم وتلی یم، ۱۱ بجې هم وتلی یم د شپې. دا بالکل غلط [تصور] دی" چې پولیس نه ګرځي، که په "کلیو یا لیرې پرتو سیمو کې داسې څه وي نو کېدای شي، خو نور تر ماښام یا مازیګر" وروسته د پولیسو د ګشت نه کولو داسې "معلومات راته" چا نه دي راکړي.
ګنډه پور وايي، ریاست د ولسي وګړو له امنیته "لاس نه دی اخیستی" او دا خبره ناسمه ده چې ګواکې ریاست د خلکو ساتنې ته پام نه کوي.
د امنیتي ځواکونو چارواکی هم وايي چې پوځیان نه یوازې شپې مهال ګشت کوي بلکې پر پوستو هم دنده ترسره کوي.
ګنډه پور وايي، د ۲۰۱۹ز کال په اپرېل کې پولیسو په شمالي وزیرستان کې د خاصه دارو ځای ونیو او کار یې پیل کړ.
د ده په خبره، شمالي وزیرستان لومړۍ قبایلي ضلع ده چې په پولیسو کې یې د ترهګرۍ مخنیوي څانګه (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) فعاله شوه او څه د پاسه ۹۰۰ سرتېري د روزنې بشپړېدو په مرحله کې دي.
شفیع الله ګنډه پور البته زیاتوي چې د پولیسو په نظام کې لا هم نیمګړتیاوې شته چې د ټولو سرتېرو د روزنې تر مکملېدو وروسته به یې کار او هلې ځلې نتیجه ورکړي.
امنیتي چارواکی زیاتوي چې د ولس په مرسته به نه یوازې د هدفي حملو مخنیوی وکړای شي بلکې د وسله والو ډلو پر ضد به هم د موثره اقداماتو په کولو وتوانېږي.
د فېسبوک تبصرې