د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني سکولونو کې یو "تعلیمي نصاب" ممکن دی؟


په ملاکنډ کې د نجونو یو سکول
په ملاکنډ کې د نجونو یو سکول

د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود د اکتوبر پر ۲۹ مه سېنېټ ته ویلي چې په ملک کې د یو نصاب تعلیم لپاره یې کار پېل کړی دی او په دغه لړ کې یې د ځینو صوبو سره رابطه هم کړې ده.

خو د سېند صوبې نه د سېنېټ د تعلیم په اړه د سټېنډنګ کمېټۍ غړي ډاکټر سکندر مندړو د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې له ۱۸م اییني بدلون وروسته تعلیم یوه صوبایي موضوع ده او د وفاقي حکومت لخوا ټولو صوبو ته یو شان تعلیمي نصاب ورکول به یو غېر اییني کار وي:

"څلور واړه صوبې په دې اړه ډېر تحفظات لري، زه نه ګڼم چې پر دې خبره به ټول راضي شي او یا دا چې ګینې دا یوه ډېره ښه منصوبه ده، په دې کې به ډېرې مسلې راځي. باید موږ ماشومانو ته په مورنۍ ژبه کې تعلیم ورکړو. په بله ژبه کې به ماشومانو ته ګرانه شي. پاکستان خو وروسته جوړ شوی و دلته مېشت قامونه د پېړیو نه اوسیږي. د دوی خپل راواجونه، تاریخونه او اتلان دي، نو صوبو ته یو نصاب ورکول به زموږ په خوښه نه وي. که وفاقي حکومت دا په زور کوي، نو په زور چې کوم کارونه کیږي هغه نه شي کامیابېدای."

د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود دا هم ویلي چې هغوی به په لومړۍ مرحله کې تر پنځم جوماته پورې د تعلیمي نصاب په یو کولو کار کوي او له دغې وروسته به تر ۱۰مه او پر وړاندې تعلیم کار پېلوي.

بلخوا د بلوچستان صوبې نه د سېنېټ د تعلیم د سټېنډنګ کمېټۍ غړي مولوي فېض محمد د اکتوبر پر ۳۱ مشال راډیو ته وویل، تعلیم اوس یو صوبایي موضوع ده او باید وفاقي حکومت له صوبو نه د دغه اختیار د اخېستلو او یا پکې د څه بدلون کولو نه ډډه وکړي:

"موږ وایو له ۱۸م اییني بدلون وروسته چې کوم اختیارات صوبو ته ورکړل شوي هغه دې له صوبو سره وي، دوی چې د یو نصاب تعلیم خبره کوي نو دا به څنګه کیږي؟ بیا په سکولونو او کالجونو کې مذهبي زدکړې د نېشت برابر دي او چې کومې مذهبي زدکړې دي په هغو کې دنیاوي نشته، دا به څنګه یو شان کیږي؟ د صوبو خپله خوښه ده خو موږ دا وایو چې داسې کول ممکنه نه ده."

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي او د تعلیم پخوانی صوبایي وزیر سردار حسېن بابک د اکتوبر پر ۳۱ مشال راډیو ته وویل، موجوده وفاقي حکومت کوشش کوي چې د ۱۸م اییني ترمیم لاندې ورکړل شوي اختیارات له صوبو بېرته واخلي:

"موږ د دې غندنه کوو، یو شان تعلیمي نصاب د ټولو صوبو لپاره ممکنه نه دی، او وفاقي حکومت کوشش کوي چې په یوه نه یوه بهانه له صوبو نه دغه اختیارات بېرته واخلي. موږ د دې خلاف مخکې هم غږ پورته کړی وو او اوس به یې هم مخالفت کوو، داسې په هیېڅ صورت ممکنه نه ده."


د پاکستان تحریک انصاف ګوند سېنېټر نعمان وزیر خټک د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، په هېواد کې باید یو تعلیمي نصاب وي خو د ۱۸م اییني ترمیم لاندې دا اختیار له صوبو سره دی:

"پکار ده چې په ټول هېواد کې یو شان نصاب وي خو د ۱۸م اییني بدلون ترمخه دا اختیار اوس له صوبو سره دی نو زه نه پوهېږم چې دا به دوی څنګه کوي؟"

بلخوا د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود ویلي، هغوی کوشش کوي چې د ۲۰۲۱م کال د اپرېل له میاشتې نه د ټولو پرایمري سکولونو لپاره یو شان تعلیمي نصاب جوړ کړي.

۱۸ ترمیم په ۲۰۱۰م کال کې د هغه وخت د پاکستان پیپلز ګوند په دور کې د ایین برخه جوړ شوی و چې ترمخه یې له وفاقه ډېر اختیارات صوبو ته منتقل شوي دي چې پکې د تعلیم، صحت او یو شمېر نور مهم موضوعات شامل دي.

XS
SM
MD
LG