په فرانسه کې یو کس په چاړه درې تنه وژلي دي. دغه پېښه د اکتوبر پر ۲۹مه د فرانسې په نیس ښار کې شوې ده.
د فرانسې څارنوالانو دا ترهګر برید بللی، او په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
د پولیسو یوې سرچېنې ویلي په وژلیو کې د یوې ښځې سر له تنه جلا کړل شوی دی. د فرانسې ښي لاسې سیاستوالې مرین له پېن هم ویلي چې په دغه حمله کې د یوې ښځې سر غوڅ شوی دی. خو دا خبره په رسمي ډول نه ده تایید شوې.
د نیس ښاروال کرستیان اېستروسي پر خپله ټویټر پاڼه کښلي دغه حمله د نیس ښار د نوتره دېم په کلیسا کې دننه او یا ورسره په نېږدې سیمه کې شوې ده.
پولیسو بریدګر نیولی دی او دا مهال په یوه روغتون کې دی.
اېستروسي خبریالانو ته ویلي حمله کوونکي تر نیولو وروسته د "الله اکبر؛ نعرې وهلې.
دا پېښه په داسې وخت شوې چې ولسمشر اېمانول مکرون نیس ښار ته پر لاره وو.
پولیس دا هم وایي په دغه پېښه کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي.
په فرانسه کې لا له وړاندې روانه میاشت د یوه استاد سیمیول پېتي پر وژنه "سخت خپګان" ښوول شوی.
دغه استاد یو چیچنیایي تن په چاړه وهلی وو.