د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو خلک صحت کارډونو ته څنګه ګوري؟


وزیراعظم عمران خان د صحت انصاف کارډ پرانسته د ۲۰۱۹م کال د فرورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې کړې وه
وزیراعظم عمران خان د صحت انصاف کارډ پرانسته د ۲۰۱۹م کال د فرورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې کړې وه

پراګ - د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې د صحت کارډ په نامه بیمه یا هیلت انشورنس به اوس د صوبې د ټولو سیمو وګړو ته ورکړي.

د اګست پر ۲۰مه د دې پروژې په پرانستونکې غونډه کې اعلان شوی چې د دې پروګرام له مخې به د صوبې هرې کورنۍ ته د علاج لپاره د کال لس لاکه روپۍ ورکول کېږي.

وزیراعظم عمران خان دې غونډې ته په وینا کې وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت داسې ارزښناک ګام پورته کړی دی چې د پاکستان په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

عمران خان وویل، "تاسو ته په ګتو به د ټولو صوبو پر حکومتونو فشار پرېوزي ، هلته به هم ولس وايي‌ چې د خیبر پښتونخوا حکومت یې کولای شي نو تاسو هم موږ ته داسې سهولت راکړی ، په دې فشار کې به تر ټولو وړاندې زه ټینګار کوم ځکه چې په پنجاب کې زموږ حکومت دی او په بلوچستان کې مو اتحادي حکومت دی ، نو د دې ټولو به پر سیند صوبه او ګلګت بلتستان فشار پرېوزي ، هلته به ولس غوښتنه وکړي چې داسې اسانتیا دې ورته برابره کړل شي."

د واکمن تحریک انصاف ګوند پر رسمي ټویټر پاڼه ورکړل شوي چې د صوبې شپېته لاکه کورنیو ته به په څلور پړاونو کې دا اسانتیا ورکړل شي.

د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر تیمور سلیم جګړا د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې پر دې بیمه به د کال ۱۸ اربه روپۍ لګښت راځي.

خو په خیبر پښتونخوا کې د ګډو شویو قبایلي سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي ، دوي‌ د حکومت د دې ګام هرکلی کوي خو د دوي په وینا لومړی باید د دوي په سیمو کې موجود روغتونونه په پوره توګه فعال کړي.

د مومند ضلعې یو اوسېدونکي سمیع الله مشال راډیو ته وویل ، د دوي په سیمه کې د سحت اسانتیاوو نیشتوالي له کبله اړ دي چې خپل ناروغان پېښور او نورو ځایونو ته یوسي.

ده زیاته کړه، "چې له مومندو څخه یو کس تر پېښوره ځي او هلته پر هسپتالونو ګرځي او ځورېږي نو تر دې خو ښه دا ده چې دا سهولت دلته ورکړل شي. د مومندو په مرکزي روغتون کې بنیادي سهولتونه لا نشته."

د کلیم الله په نامه یو بل کس وویل ، دا کارډونه به هغه وخت د ولس په درود وخوري چې د ناروغانو د خپلو سیمو په روغتونو کې د منلو وړ شي.

هغه وویل، "له موږ سره د صحت کارډونه شته خو د هغوي د استعمال لپاره چې اړوند روغتون او بیا هلته په خپل وار پسې ګرځېدل ډېره لویه مسله ده، په کار ده چې ولس ته دا سهولت په خپله سیمه کې ورکړل شي."

د باجوړ یو اوسېدونکي قادر خان سایل مشال راډیو ته وویل چې د دوي په سیمه کې هم د نورو قبایلي ضلعو په څېر د صحت بنیادي اسانتیاوو کمی دی.

ده وویل په کار ده چې حکومت لومړی دې برخې ته پام وکړي او ځايي روغتونونه په پوره توګه فعال کړي.

قادر خان سایل زیاته کړه، "لس ورځې وړاندې زما په خپل کور کې ناروغي وشوه ، نو موږ د باجوړ خار هسپتال ته لاړو او هلته مو ټوله ورځ تېره او د شپې پر نهه بجې یې راته وویل چې ستاسو علاج دلته نه کېږي تاسو تېمرګرې ته لاړ شی."

د پېښور لیډي رېډنګ هغه روغتون دی چې نه یوازې د پېښور ډېری ناروغان ور وړل کېږي بلکې د صوبې له نورو برخو او ان له افغانستان څخه لا هم خلک ورته ورځي.

د یاد روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو وویل ، پر لیډي ریډنګ روغتون د ور ماتو ناروغانو لوی شمېر دا څرګندوي چې په لرې پرتو سیمو کې د صحت اسانتیاوې ډېرې کمې دي.

ده وویل، "څو ورځې مخکې مې لیډي رېډنګ روغتون کې له داخل کړل شوو ناروغانو تپوس وکړ نو په لس کسانو کې اووه ناروغان د پېښور نه بلکې د لرې پرتو سیمو وو."

د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د پرمختګ او ولسي خدمتونو لپاره یو شمېر پروژې اعلان کړې دي او هوډ څرګندوي چې دوي د ولس پر خدمت باور لري او د ولس ستونزې به هواروي.

خو د اپوزېشن ګوندونه بیا د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند په مرکز او صوبو کې د ولس په بنیادي ستونزو هوارو کې ناکامه بولي او وايي‌ چې حکومت یوازې د ولس تېر اېستلو لپاره اعلانونه کوي او عملي کار نه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG