د وزیراعظم "کامياب جوان پروګرام" قبايلو ته څه ګټه رسولی شي؟
دا اوونۍ مو په "ځوانانو غږ" خپرونه کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان پر "کامياب جوان پروګرام" (بریالي ځوان پروژې) خبرې کړې دي. يو شمېر ځوانان فکر نه کوي چې له دې پروژې به قبایلي سیمې زیاته ګټه وویني ځکه په وینا یې حکومت له دې پروګرام سره سم هغو ځوانانو ته پور ورکوي چې تعلیم او هنر لري. دوی وايي، په قبایلو کې زیاتره ځوانان له تعلیم او هنره بې برخې پاتې دي. دوی وايي، د قبایلي سیمو زیاتره ځوانان د پور اخیستو لپاره په ضمانت کې د کور، ګاډي یا نور جایداد اسنادو ورکولو شرط هم نشي پوره کولای. د خپرونې مېلمانه د پاکستان تحريک انصاف د ځوانانو څانګې يو مشر شفيق اپرېدی، مدني فعال داود اپرېدی او د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
دسمبر 10, 2021بلدياتي ټاکنو لپاره د قبايلي سيمو ځوانانو هلې ځلې
-
اپرېل 23, 2021د کتاب نړیواله ورځ او پښتانه ځوانان
-
اپرېل 13, 2021د مشال خان له وژنې وروسته په ټولنه کې څه فکري بدلون راغلی؟
-
اپرېل 04, 2021د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟
-
جنوري 16, 2021د مشال راډیو ۱۱مه کليزه: اورېدونکو خپل نظرونه شريک کړل
-
جنوري 08, 2021په ننګرهار کې رضاکاره ښوونکي ماشومانو ته تعلیم ورکوي