د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟
په قبایلي سیمو کې د ځمکلاندې بمونو ښکار شوي ځوانان وايي، ژوند یې ګران دی او حکومت هم ورسره مرسته نه ده کړې. دوی وايي، کله چې د ماین چاودنه کې یو کس معذور شي نو بیا د څاروو پیولو، لوبو او غره ته د چکر لپاره نشي تللای. دوی دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د اپرېل پر څلورمه د ځمکلاندې بمونو په اړه د اګهۍ او د ماینونو پاکولو په اړه د اقدام ورځې په توګه لمانځل کېږي. موږ د دې اوونۍ د ځوانانو غږ خپرونه هم دې موضوع ته ځانګړې کړې. په خپرونه کې د ځمکلاندې بمي چاودنې ښکار شوې حمیده بي بي، د جنوبي وزیرستان د معزورانو سازمان مشر ممتاز مسید او د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کورمې استازی او د واکمن تحریک انصاف ګوند سید اقبال مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
- 
![]() دسمبر ۱۰, ۲۰۲۱ دسمبر ۱۰, ۲۰۲۱بلدياتي ټاکنو لپاره د قبايلي سيمو ځوانانو هلې ځلې
- 
![]() اپرېل ۲۳, ۲۰۲۱ اپرېل ۲۳, ۲۰۲۱د کتاب نړیواله ورځ او پښتانه ځوانان
- 
![]() اپرېل ۱۳, ۲۰۲۱ اپرېل ۱۳, ۲۰۲۱د مشال خان له وژنې وروسته په ټولنه کې څه فکري بدلون راغلی؟
- 
![]() جنوري ۱۶, ۲۰۲۱ جنوري ۱۶, ۲۰۲۱د مشال راډیو ۱۱مه کليزه: اورېدونکو خپل نظرونه شريک کړل
- 
![]() جنوري ۰۸, ۲۰۲۱ جنوري ۰۸, ۲۰۲۱په ننګرهار کې رضاکاره ښوونکي ماشومانو ته تعلیم ورکوي
- 
![]() جنوري ۰۱, ۲۰۲۱ جنوري ۰۱, ۲۰۲۱قبايلي ځوانان ۲۰۲۱ز کال کې څه پلانونه لري؟
 
 
 
 
 
