د لاسرسي ځای

تازه خبر

په راتلونکې بجټ کې د کورونا ځپلو لپاره څه دي؟


په کراچۍ کې يو سړی د صرافۍ مخې ته تېريږي
په کراچۍ کې يو سړی د صرافۍ مخې ته تېريږي

د پاکستان حکومت وايي د جون په دولسمه د ۲۰۲۰-۲۰۲۱ کال بجټ پارليمان ته وړاندې کوي. د چارواکو په وېنا دا ځل په داسې مهال بجټ جوړ شوی چې کورونا وایرس د دې هېواد اقتصاد سخت ځپلی دی.

د دې وزارت وياند حامد رضا خان د جون په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل ښايي دا ځل په خلکو ځکه نوی ټیکس ونه لګي چې د کورونا وایرس له وجې ټولبند د هغوی کورنی اقتصاد ډېر خراب کړی دی.

په پاکستان کې ډېر خلک غېر رسمي دندې لري چې د کورونا وایرس له امله عملي شوي تولبند یې روزګار تروړلی دی
د پاکستان سټېټ بېنک

هغه زیاته کړه: ((اقتصاد رغوونکی بجټ وړاندې کوو. د کورونا له وجې اقتصاد ته اوښتي تاوان ته په کتو سره مو په بجټ کار روان کړی دی. ظاهره خبره ده چې دا وار به ټيکسونه نه وي. کوښښ کوو خلکو ته ډېر مراعات ورکړو. د سرکاري ملازمينو د تنخاوو د زیاتېدو د کره فېصدۍ په اړه ځکه څه نه شم ويلی چې دا تر بجټ وړاندې کولو لږ مخکې د کابینې په غونډه کې فېصله کېږي. البته دومره ویلی شم چې د کورونا له کبله مالي نقصان ته په کتو سره به تنخاوې زیاتېږي. دا چې څومره به زیاتېږي، دا نه شم ویلی.))

هېوادونو ته قرض ورکوونکې ادارې، نړيوال بېنک د مې په ۲۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستان ته د روغتيا او تعليم د برخې بهترولو لپاره ۵۰۰ ميليونه ډالر ورکوي. د دې ادارې په وېنا دا پېسې به پر دغه هېواد د کورونا وایرس خراب اغېز کم کړي.‌

خو اپوزیشن ګوند مسلم لېګ (ن) پر حکومت نيوکې کړې چې راغلې پېسې په سمو ځايونو کې نه لګوي نو ځکه اوس د بحران سره مخ دی.

د دې ګوند يو مشر، احسن اقبال د مې په ۳۱مه په يوه خبري غونډه کې وويل: ((حکومت له پاکستان قرضستان جوړ کړی دی. د تحريک انصاف حکومت د درېو کلونو په موده کې د حکومت له خوا اخيستل شوې قرض ۴۰ اربه ډالرو ته رسېږي. د دې په بدل کې یې خلکو ته څه ورکړې دي؟ ولږه، بې روزګاري، غربت، بندې کارخانې، خراب زراعت، تړلی کاروبار او بدترینه ګراني! دغه شيان حکومت د اخیستو قرضو په بدل کې خلکو ته تحفه ورکړې دي.))

حکومت قرضې اخلي خو سمې یې نه مصرفوي. له دې وجې ملک د اقتصادی بحران سره مخ دی
احسن اقبال

حکومتي‌چارواکي د اپوزیشن نيوکې بې ځايه بولي او وايي کورونا وایرس يوازې د پاکستان نه بلکې د ټولې نړۍ اقتصاد خراب کړی دی. د پاکستان سټېټ بېنک د مې په يودېرشمه د دې خراب اغېز د تشريح لپاره نشر کړې ويډيو کې ويلي چې په پاکستان کې زياتره خلک غېررسمي دندې لري او په ورځنۍ دياړې ګوزاره کوي نو ځکه پرې ټولبند يا لاک ډاون ډېره بد اغېزه کړې.

نړیوال بېنک د مې په دوه ويشتمه وويل چې پر اقتصاد د کورونا وایرس اوږدمهاله خراب اغېز څخه بچ کېدل په دې پورې اړه لري چې پاکستان څنګه روزګارونه او سيمه ييز کاروبارونه له ختمېدو ژغوري. دې ته په کتو، د اقتصادي چارو پوه ډاکټر معراج الحق د جون په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل: ((په راتلونکې بجټ کې به د پاکستان حکومت پر ځان د نور کله په نسبت ډېر فشار اچوي. خپلې خرچې به هم کوي او د پرمختيايي کارونو لپاره به هم پېسې کمې ږدي. د صحت شعبو ته به خاص پيکيج ورکول کېږي.))

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال د ديسمبر په مياشت کې په چين کې راښکاره او اوس په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی. د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوالې ادارې پر خپله ویب پاڼه ليکلي‌چې چې د دې وایرس له وجې په نړۍ کې په هرو لسو کې د څلور کسانو دندې يا ختمې شوې او يا هم ورته نور سخت اقتصادي تاوان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG