په داسې حال کې چې په افغانستان کې خلک لا هم د اګست د ۳۱مې او سېپټېمبر د لومړۍ نېټې په زلزله کې د ړنګو کورونو په کنډوالو کې د جسدونو په لټون بوخت دي، یوې بلې زلزلې د هغه هېواد ختیزې سیمې لړزولې دي.
راپورونه وايي، په ننګرهار ولایت او شاوخوا سیمو کې د سېپټېمبر په دویمه د رېښتر په کچه د پینځه اعشاریه پینځه زلزله وشوه.
د جرمني د جیولوژیکي موندنو یوې ادارې د دغې زلزلې مرکز د جلال اباد شاوخوا ته په ځمکه کې ۱۰ کیلو میټره ژور ښوولی دی.
د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو تر اوسه د سېپټېمبر د دویمې نېټې د زلزلې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د رېښتر په کچه ۶ درجې زلزلې د افغانستان ختیزې سیمې په ځانګړې توګه کونړ ولایت وځاپه چې خلکو ته یې د سر او مال دروند زیان واړاوه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر په دویمه وویل چې د کونړ په زلزله کې د قربانیانو شمیر ۱۴۱۱ ته پورته شوی او په خبره یې لا هم د ژغورنې او پلټنې هڅې دوام لري.
پر دې سربېره زرګونه نور کسان ژوبل شوي هم دي او د بې کوره شویو خلکو شمېر هم په زرګونو کې ښوول کېږي.
د کونړ د غازي اباد سیمې یو ولسي مشر صدیق الله د سېپټېمبر په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، "کلی مو مکمل ړنګ دی، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د کلي خلک سنبال کړي، د رارسېدلي تاوان جبران زموږ له وسه پورته دی، موږ دا لویې ډبرې او ملبې نه شو لرې کولی."
په ورته مهال د بخښنې نړیوال سازمان د سېپټېمبر په دویمه ویلي چې په افغانستان کې زلزله ځپلي خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې د طالبانو پر حکومت هم نیوکې کړې دي چې د ژغورنې عملیات یې پیچلې کړې دي او پر پاکستان یې هم نیوکې کړې دي چې له خپلې خاورې یې افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی دی.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه په یو بیان کې ویلي وو چې د هغوی سازمان د اړتیاوو د ارزولو، د بیړنیو مرستو د چمتو کولو او د اضافي مرستو د راټولولو لپاره چمتوالی نیسي.
د اګست ۳۱مې او د سېپټېمبر د لومړۍ نېټې په منځنۍ شپه کې راغلې زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو خلکو ته د سر او مال زیانونه واړول.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر په دویمه وویل چې په زلزله کې د کونړ ولایت د نورګل، وټه پور، ماڼوګي، څوکۍ او چپې درې ولسوالۍ سختې زيانمنې شوې او په يادو سيمو کې لا هم د ژغورنې عمليات روان دي.