په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ – ۱۹) له وجې د مړو شمېر ۲۶۹ ته رسېدلی دی.
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان ځانګړې سرکاري ووبپاڼه لیکي چې د اپرېل تر ۲۶مې په ټول ملک کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۲،۷۲۳ ته رسېدلی دی.
د ووبپاڼې په خبره، کووېډ – ۱۹ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان وژلي دي.
په پاکستان کې تر ټولو زیات ناروغان په پنجاب او بیا په سیند کې دي.
د اپرېل ۲۶مې تر ماسپښینه په خیبر پښتونخوا کې ټول ۱،۷۹۳ او په بلوچستان کې ۷۲۲ کسان کورونا وایرس وهلي ول.
د ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په پاکستان کې له کورونا وایرس څخه تر اوسه ۲،۸۶۶ کسان روغ شوي هم دي.
پر نړیوالو پروازونو بندیز
په عین وخت کې د پاکستان حکومت د مې تر ۱۵مې پورې هغه هېواد ته پر نړیوالو پراوزونو بندیز غځولی دی.
د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند عبدالستار کوکر د اپرېل پر ۲۶مه ویلي چې دا اقدام یې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره کړی دی.
پاکستان تر دې مخکې د مې تر پیله پر نړیوالو پروازونو بندیز لګولی وو.
په افغانستان کې وضعیت
په افغانستان کې د اپرېل ۲۶مې تر ماسپښینه په ۱،۴۶۳ کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی دی.
د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په هغه هېواد کې تر اوسه ۴۷ کسان ناروغۍ وژلي خو ۲۰۶ یې رغېدلي دي.
افغان حکومت په لویو ښارونو کې د وبا مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړی دی.
په افغانستان کې د کورونا وایرس لومړۍ پېښې په هرات ولایت کې ثبت شوې وې.
د فېسبوک تبصرې