د دې ګوند شريک مشر، بلاول بوټو زرداري د مارچ په دويمه په لاهور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې دا اداره يوازې د مخالفو سياستوالو د زورولو لپاره کارول کېږي نو ځکه بايد نوره ختمه شي.
هغه وويل: ((د نېب يوازینی کار چې پاتې شوی هغه سیاسي انتقام اخيستل دي. اوس هم يوازې سياسي خلک نيولی او تنګولی شي. د بيوروکرېټ او کاروباريانو په اړه هيڅ نه کوي. موږ وايو چې نېب يو تور قانون دی. دا اداره دې بنده کړل شي. موږ وايو چې د دې پر ځای دې د انصاف داسې جمهوري نظام برابر کړل شي چې هلته د هر کس سره سم انصاف او احتساب وشي. داسې نظام چې هر پاکستانی پکې که سياستوال وي، که جج وي، که جنرال وي – ټول د انصاف لپاره يو برابر وړاندې شي.))
د احتساب ادارې مشر جاويد اقبال څو ځل په بېلابېلو غونډو کې د حکومت ملګرتيا رد کړې ده. دې ادارې پر ګڼو اپوزېشن ګوندونو د درغليوو مقدمې جوړې کړې دي. د دې ادارې عدالتونو د پيپلز پارټۍ او مسلم لېګ (ن) ځيني مشرانو ته د درغليوو په مقدمو کې د بند سزاوې هم اورولې دي. له همدې وجې پرې اپوزيشن ساستوال نيوکې کوي چې د عمران خان حکومت یې د خپلو مخالفينو د خاموشه کولو لپاره کاروي.
د فرورۍ په پنځه ويشمه اروپايي ټولنې يا يوزپي يونين د پاکستان په اړه کلني راپور کې ويلي وو چې نېب يا احتساب اداره پر اپوزيشن سياستوالو سختي او د حکومتي چارواکو سره نرمي کوي.
د مارچ په دويمه په سېنټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سينيټر عثمان کاکړ د دغه راپور يادونه وکړه او وې ويل: ((د يورپي يونين استازي دلته د ارزونې لپاره راغلي وو. دوی ډېر خبرې په خپل رپورټ کې کړي دي. يوه پکې دا ده چې نېب د حکومت پر يوې ادارې بدله شوې ده. بلکې د احتساب دا اداره بيخي د تحريک انصف ګوند پر يوې ادارې بدله شوې ده. حالانکې احتساب اداره يوه سرکاري اداره. دوی پر اپوزيشن سياستوالو په مسلسل ډول سختي کوي دلته.))
تحريک انصاف د حکومت تر لاسه کولو مخکې خپل ټول ټاکنیز کمپاين د درغليوو په ختمولو وکړ. د دې ګوند مشر، عمران خان څو ځل ادعا کړې دي چې د پخواني سياستوالو د درغليوو له وجې د ملک اقتصاد خراب دی نو د دې پېسو راویستلو لپاره یې زندانونو ته اچوي.
د مارچ په دويمه په سېنټ کې د اپوزيشن ساستوالو سره د توندو ناندريوو په وخت د اقتصاد وزير، حماد اظهر د حکومت له کړنو دفاع وکړه او وي ويل چې د اقتصاد بهتره کولو لپاره د دوی اخيستي ګامونو ته بايد له سياسي نظره ونه کتل شي. ((موږ سره دې خبرې وکړي اپوزېشن. ګورئ، د اقتصاد ښه کېدو خواته روان يو. هر شی لګيا دی باثباته کېږي. دې سره به حالت ښه کېږي. سياسي نعرو وهلو سره نه حالات ښه کېږي او نه هم د دې ايوان وخت له ضايع کېدو ژغورل کېدای شي.))
د تحريک انصاف د غړو د مبیینه درغليوو په اړه د احتساب قامي ادارې نېب یوازيني لوی تحقیقات د پېښور چټک بس پروژې په اړه وو چې سپريم کورټ د فرورۍ په مياشتې د يو حکم په کولو سره ودرول. عدالت ويلي وو چې دا پروژه لاواردمخه د ځنډ ښکار ده او تحقیقات به يې نوره پسې وځنډوي.