امريکايي ستورمزلې کرسټينا کوچ په فضا کې د اوږدې مودې لپاره د پاتېکېدو رېکارډ جوړ کړ.
سويوز فضايي بېړۍ نن له نړيوال هوايي سټېشنه درې ستورمزلي راکوز کړل. په قزاقستان کې راکوز شویو درېوو ستورمزلیو کې له امريکايي رېکارډ ماتونکې کرسټينا کوچ سربېره ایټالوي لوکا پارمیتانو او روسی الېګزاندر سکورڅوف هم شامل دي.
د یوې ښځې ستورمزلې په توګه د کرسېټنا کوچ په فضا کې د درې سوه اتويشت ورځو لپاره پرلسپسې پاتې کېدل تر ټولو اوږده موده ده.
تر دې مخکې د ناسا پي ګي وېټسن د تر ټولو زيات وخت لپاره په فضا کې پاتې شوې وه.
کوچ په مارچ مياشت کې د شپږو مياشتو لپاره فضا ته روانه شوې وه خو بيا يې مشن په اپرېل مياشت کې شا او خوا تر یوه کاله پورې وغځول شو.
د فېسبوک تبصرې