ایراني رسنیو تایید کړې چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د قدس ډله په بهرنیو جګړو کښې ښکښېله ده.
د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې قوماندان قاسم سلېماني له وژلو وروسته ایران هڅه کوي چې هغه یو ملي اتل معرفي او لاسته راوړنې یې وستایي.
تهران اوس هغه کارونه په یوه ډول افشا کوي چې سلیماني پکښې ښکښېل و او له دې کاره یې هدف دا دی چې د سلیماني یاد تازه وساتي.
قاسم سلیماني یوه میاشت وړاندې په عراق کښې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کښې ووژل شو.
اوس د ایران نیمه دولتي فارس خبري اژانس چې سخت دریځو پورې اړه لري، له هغو عملیاتو پرده پورته کړې چې سلیماني له ۱۹۹۸ میلادي کال څخه تر خپل مرګه په پټه رهبري کړي دي.
د فارس په راپور کښې راغلي چې د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډله د افغانستان، بوسنیا هرزګوېنا، سوریې، د غزې تراړې او عراق په جګړو کښې ښکښېله وه.
پخوا ایران د دغو مسایلو په اړه په اسانه څه نهویل.
یوه پوځي کارپوه افشان استوار ازادي راډیو ته ویلي، فارس دغه راپور د دې لپاره خپور کړی چې د قدس ډلې او د دوی د وژل شوي قوماندان لاسته راوړنې لویې وښيي.
فارس اژانس په نورو هېوادونو کښې د قدس ډلې د عملیاتو جزئیات نهدي ورکړي او دا یې هم نهدي ویلي چې قدس ډلې څنګه ځان ته جنګیالي جذبول.
په راپور کښې دا هم نهده څرګنده شوې چې قدس ډلې څنګه د نورو هېوادونو له نیابتي جګړه کوونکو سره اړیکښې جوړولې او څنګهیې هغوی ته وسلې رسولې.
په راپور کښې بیا له (ترهګرو سره جګړه) د قدس د لاسته راوړنې په توګه یاده شوې.
راپور کښې دا هم د قدس ډلې لاسته راوړنه بلل شوې چې افغانستان او عراق کښې یې د دوی په وینا، په (استعمارګرو) فشار راوړی چې له سیمې ووځي.
راپور د افغانستان په جګړو کښې د سپاه پاسداران انقلاب دقدس ډلې ښکښېلتیا ته په اشارې لیکلي، قدس ډله د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۰ میلادي کلونو کښې هغې جګړه کښې ښکښېله شوه چې مجاهدینو د شوروي لښکرو پر ضد کوله.
راپور کښې وړاندې لیکل شوي، د قدس ډلې په ۱۹۹۰ میلادي کلونو کښې د طالبانو پر ضد هم جګړه کړې، خو د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروستهیې له طالبانو سره یوځای د امریکا ضد جګړه کښې برخه اخیستې.
راپور کښې له طالبانو سره د قدس ډلې د اړیکو څرنګوالی نهدی مشخص شوی او دا هم نهدي ویل شوي چې دا مهال د دوی او طالبانو ترمنځ اړیکښې څه ډول دي.
د طالبانو د قطر دفتر غړو پنځه میاشتې وړاندې ایران ته سفر وکړ او هغه مهالیې ویاند سهیل شاهین وویل چې له ایراني چارواکو سرهیې خبرې د سولې، وروستیو پرمختګونو او د ایران-افغانستان په اقتصادي پروژو څرخېدې.
د نورو هېوادونو په جګړو کښې د قدس ډلې د ښکښېلتیا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د ایران په محافظهکاره نظام فشارونه زیات شوي دي.
پر ایران د امریکا بندیزونه له سره لګول شوي او پر دغه نظام تور پورې دی چې د ایران اقتصاد یې زیانمن کړی دی.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک له دې امله تر کلکو نیوکو لاندې دی چې په دې وروستیو کښې یې د اوکراین یوه مسافر وړونکښې الوتکه رانسکوره کړه چې ۱۷۶ کسان پهکښې ووژل شول.
د فېسبوک تبصرې