یوه امریکايي وفاقي عدالت د پاکستان اټومي او نورو وسلو پروګرامونو ته د سامانونو اخېستو لپاره د کمپنیو د یوې نړیوالې شبکې چلولو په شک پېنځه کسان په رسمي توګه تورن کړي دي.
د عدلیې وزارت د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه بیان کې ویلي چې عدالت دا اقدام د امریکا د ملي امنیت خوندیتوب د دوو قوانینو سرغړونې په غبرګون کې کړی.
د امریکا ملي امنیتي چارو لپاره د لوی څارنوال مرستیال جان سي ډېمرز د جنورۍ پر ۱۵مه د رسمي تورونو د اعلان پر وخت ویلي، "مشکوکو کسانو امریکايي سامانونه هغو ادارو ته قاچاقول چې له کلونو راهیسې د پاکستان د وسلو له پروګرامونو سره د اړیکو له وجې د امریکا ملي امنیت ګواښلو په تور پېژندل شوي دي."
رسمي تورن کسان د پاکستان محمد کامران ولي، د کاناډا محمد احسن ولي او حاجي ولي محمد شیخ، د هانګ کانګ اشرف محمد خان او د برتانیې احمد وحید نومېږي.
دا ټول کسان په پاکستان کې د بزنس ورلډ په نوم له شرکت سره تړاو لري چې د بېلا بېلو کمپنیو نړیوالې شبکې له لارې یې له ۲۹ امریکايي شرکتونو څخه ۳۸ جلا جلا برامدات کړي.
د رسمي تورونو له بیان سره سم، دې نړیوالې شبکې د سامانونو پاکستان ته د لېږد بهیر پټ ساتلی وو.
خو بیان زیاتوي چې د امریکا قانون نافذوونکو ادارو معلومه کړې چې سامانونه د پاکستان د پرمختللې انجینرۍ د څېړنو سازمان او د پاکستان اټومي انرژۍ کمېشن ته لېږدول شوي چې د امریکا ملي امنیت یا بهرنۍ تګلارې له ګټو سره په ټکر کې دي.
د فېسبوک تبصرې