دغو درې واړو ګوندونو تور پورې کړی وو چې د جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ پوځ د تېرکال په عامو انتخاباتو کې په داندلي کولو سره تحريک انصاف په حکومت کې راوستی وو.
د اپوزيشن دغو دوو مهمو ګوندونو ملاتړ د پاکستان د سياست کوم اړخونه په ډاګه کړل؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي صالح محمد، په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د مسلم ليګ نواز غړي جمشيد خان او د مشال راډیو همکار طاهر خان سره څېړل شوې دي.