د پاکستان دفاع وزارت د پوځ په قانون کې د بدلونونو قانوني مسوده نن(د جنورۍ پر درېمه) اسمبلۍ ته وړاندې کړه.
د ساینس او ټېکنالوژۍ مرکزي وزیر فواد چودري په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، مسودې د منظورلو لپاره یې ټول لوازمات پوره کړل.
"مسوده د دفاع لپاره قایمه کمیټۍ ته استول کېږي او سبا به بیا په اسمبلۍ کې وړاندې کېږي. د یو قانون د منظورولو لپاره چې کومه طریقه هغه ټوله ترسره شوه او داسې پکار هم وه. په دې اړه د اپوزیشن ګوندنونو اعتراضونه هم لېرې کړل شو."
دا په داسې حال کې ده چې سپریم کورټ د نومبر پر ۲۸مه د پوخ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه دنده شپږ میاشتې په دې شرط وغځوله چې حکومت په دغې موده په دې اړه قانون سازي کوي.
له دې وروسته حکومت د پاکستان ارمي، سمندري ځواک او هوایي ځواک په قانون کې د بدلونونو قانوني مسوده جوړه کړې.
د اپوزېشن دوه لویو ګوندونو مسلم لیګ (ن) او پيپلز پارټۍ د دې ملاتړ کړی دی.
د فېسبوک تبصرې