د عراق امنيتي ځواکونو په بغداد کې د امريکا سفارت مخې ته د راټولو شويو پرتشدده مظاهرچيانو د تت او پرک کولو لپاره اوښلن ګېس کارولی دی.
مظاهرچيان د هغه امريکايي بريد پرضد راوتلي چې پکې په عراق او شام کې د ايران ملاتړې ملېشه ۲۵ کسان وژل شوي ول.
د سفارت مخته په زرګونو کسان راغونډ شوي دي.
رويټرز اژانس د عراقي چارواکيو له خولې وايی، مظاهرچيانو د سخت امنيت په سيمه کې پر سفارت بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د امريکا سفير او د سفارت کارکوونکي ودانۍ پرېښودلو ته اړ کړل شو.
ایسوشيېټټد اژانس رپورټ ورکوي چې د سفارت دروازه ماته کړل شوې او د مظاهرچيانو د ورننوتلو پروخت ډزې اورېدل شوې دي.
يوه ويډيو ښکاره کوي چې مظاهرچيان د سفارت بهر ديوال ته اور اچوي.
د فېسبوک تبصرې