الماتې - د ډېسمېبر ۲۷مې پر سهار په قزاقستان کې یوه الوتکه پرېوتې چې پکې د پایلټ په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي او اتلس سخت ژوبل دي.
د بیړنیو چارو او د الماتې هوايي ډګر چارواکي وايي، د بېګ اېیر هوايي شرکت مساپر وړونکې الوتکه سهار پېنځه دقیقې باندې اووه بجې پرواز وکړ چې لږ وخت وروسته یې له راډار سره رابطه پرې شوه.
دوی وايي، د هېواد پلازمېنې نور سلطان (استانه) ته په لار الوتکه لومړی له یوې سیمټي کټارې او بیا له دوه پوړیزه ودانۍ سره جنګېدلې.
د چارواکو په خبره، روغتونونو ته یې ۶۶ ژوبل کسان وروړي چې پکې د اتلسو روغتیايي حالت خراب دی.
د الماتې هوايي ډګر چارواکو پر فېسبوک په بیان کې لیکلي چې په الوتکه کې ۹۳ مساپر او پېنځه د عملې غړي سپاره ول.
بیان زیاتوي چې مرستندویه چارې روانې دي.
د قزاقستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پېښې پلټنې پیل کړې دي.
بېګ اېیر شرکت ۱۰۰ فوکر الوتکې لري او تر پېښې وروسته د هېواد د هوايي چلند ادارې د فوکر جېټ الوتکو ټول پروازونه ځنډولي دي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توقایېف پر ټوېټر په بیان کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره غمرازي کړې او زیاتوي چې په پېښه کې به "ککړو کسانو ته له قانون سره سم، سخته سزا ورکوي."
د فېسبوک تبصرې