د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي او محسن وايي په وزیرستانونو کې ګډوډي په زیاتېدو ده


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د قبایلی ضلعو ځنېو د پارلېمان غړیو د دسېمبر پر څلورمه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د خپلو سیمو پر خرابو امنیتي حالاتو اندېښنه وښوده.

له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په خپله وینا کې ادعا وکړه چې په قبایلي ضلعو کې یو ځل بیا حالات د خرابېدو لور ته روان دي او هدفي وژنې دوام لري.

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په خپله وینا کې وویل کله چې په وزیرستان کې بمي چاودنه وشي نو له دغې وروسته د سیمې بې ګنا خلک نیول کېږي، چې هم په داسې یوه پېښه کې د نومبر پر۲۸مه نېټه په همځوني سیمه کې د ماین له چاودنې وروسته پاکستانیو پوځیانو د سیمې ځینې ځوانان ونیول.

بلخوا د شمالي وزيرستان چارواکي ادعا کوي چې د امنيتي ادارو او مشکوکو وسله والو ترمنځ په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

د ځايي انتظاميې او امنيتي ادارو چارواکيو مشال راډیو ته ويلي چې نښته د دیسېمبر پر پنځمه سهار وختي په بویه سيمه کې شوې ده.

د دوی په وينا، په پېښه کې يو پاکستانی سرتېری وژل شوی او درې ټپيان شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې له تېرې څه مودې راهیسې بريدونه زيات شوي دي.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي د دسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل حکومت د سیمې امنیتي مسلو ته پوره پام کوي او د هواري لپاره یې خپلې هڅې تیزې کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG