پراګ ـ د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګه لیکي، افغانستان، پاکستان او اوکراین له بشري ناورینونو سره د مبارزې لپاره د بسپنو له کمبوت سره مخامخ دي.
د بشري مرستو په نړیوال خپور شوي راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۸ز کال نړیوال فنډونه ۱۱ اربه ډالره کم شول، همدا وجه وه چې یوازې ۶۱ سلنه مرستې اړمنو خلکو ته رسېدلې وې.
په نړۍ کې مرستندویان درې لوی هېوادونه امریکا، جرمني او برېتانیا دي خو دوی خپلې مرستې کمې کړې دي. د پرمختیايي اقداماتو نړیواله اداره چې دا راپور یې خپور کړی وايي، هیله لري چې د مرستو کمولو دغه لړۍ ادامه و نه مومي.
د یادې ادارې مشر ډان کوپرډ رایټرز اژانس ته په مرکه کې ویلي، د نړۍ د دغو درېوو لویو مرستندویانو هېوادونو دریځ له نږدې څاري او دا خبره باوري کول غواړي چې د مرستو کمولو پرېکړه پرځای پاته نشي.
امریکا د وړم ( ۲۰۱۷) کال پرتله، تېرکال ( ۲۰۱۸)خپلې مرستې شپږ سلنه کمې کړې چې د ۴۲۳ میلیونو ډالرو برابرې جوړېږي. برتانیې او جرمني دواړو د ۲۰۱۷ کال سره په مقایسه تېر کال خپلې مرستې ۱۱ سلنه کمې کړې وې.
د دې باوجود په ۲۰۱۸م کال کې د نړیوالو بشري مرستو کچه ۲۸.۹ بیلینه ډالرو ته رسېدلې وه.
راپور وايي، په نړۍ کې شپږ هیوادونه داسې دي چې له ۸۰ میلیونو څخه زیات کسان پکې د جنګونو، کډوالۍ او د طبعي ناورینونو له وجې اغېزمن شوي دي. په دې کې جنګ ځپلي هیوادونه یمن او شام په سر کې راځي چې پکې تر ټولو زیات خلک مرستو ته اړتیا لري.
هلته په افغانستان کې جګړې، وچکالۍ او غذايي کمبوت له لس میلیونو څخه زیات کسان اغېزمن کړي دي. په ۲۰۱۸ز کال افغانستان د ۵۶۰ میلیونو بشري مرستو غوښتنه کړې وه چې ورته ۷۸ سلنه پیسې ورکړل شوې وې.
پاکستان هم په خپلو شخړو کې راګېر دی، هغه هېواد له نړۍ ۱۲۳ میلیونه ډالر غوښتي ول، خو ۶۲ سلنه پیسې ورته ورکړل شوي دي. په هغه هیواد کې د یوې اندازې ترمخه ۳.۲ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.
د اوکراین په ختیځ کې د مسکو پلویو بېلتون غوښتونکو سره د جګړې شپږم کال روان دی چې له وجې یې په هغه هیواد کې درې نیم میلیونه کسان له جدي ستونزو سره مخامخ دي او مرستو ته اړتیا لري. کیف له نړیوالو بسپنه ورکونکو ۱۸۷ میلیونه ډالر غوښتي ول خو دوی ته یوازې ۳۹ سلنه پیسې ورکړل شوي دي.