د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانانو طالبانو ته وښودله چې څه ډول هیواد غواړي"


په هلمند کې مېرمنې د رایو اچولو په انتظار کې
په هلمند کې مېرمنې د رایو اچولو په انتظار کې

کابل - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ټول هغه افغانان ستایلي چې د سپټمبر پر ۲۸مه یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رایه ورکړه.

یوناما په یو خبرپاڼه کې د افغانستان له ټولو هغو کورنیو او نړیوالو ادارو مننه شوې چې انتخابات یې ممکن کړل او هغه کسان غندل شوي چې د ټاکنو د بهیر لپاره یې د خنډ پېښولو هڅه وکړه.

په کابل کې د امریکا سفارت هم افغانانو ته پر دې زړورتیا مبارکي ویلې ده چې پر خطرونو سربېره د خپل جمهوري حق لپاره له کورونو راووتل او رایې واچولې.

د افغان د ولسمشریزو ټاکنو یو انځور
د افغان د ولسمشریزو ټاکنو یو انځور

په کابل کې د امریکا سفارت پر ټوېټر لیکلي چې ټول لوري باید د رایو د شمېر په بهیر کې کرار واوسي او د افغانستان د قوانینو په ګډون ټولو انتخاباتي اصولو ته ژمن پاتې شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون د سپټمبر پر ۲۸مه ناوخته د ټاکنو په بهیر کې د یوشمېر بې نظمیو او سرغړونو رپوټ خپور کړ.

کمېسيون ویلي چې د یو شمېر رایو ورکوونکو نومونه په لسټونو کې نه وو، په ځينو مرکزونو کې کارکوونکي په وخت کار ته نه وو حاضر شوي او په ځينو ځایونو کې د بایومیټریک مشینونو سم کار نه دی کړی.

د ورځې په پای کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دولتي ټلویزیونه په وینا کې وویل چې هره مسله باید له قانوني لارو وڅېړل شي.

اشرف غني زیاته کړه: له اړوندو ادارو زموږ توقع دا ده چې د ټولو شکایتونه جدي ونیسي او درناوی ورته وشي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون ویاند محمد قاسم الیاسي د ۲۸م سپټمبر په ماښام مشال راډیو ته وویل چې ۱۸۶۹ شکایتونه ثبت شوي دي.

الیاسي وویل چې د شکایتونو د ثبت لپاره دوه ورځې نور وخت هم لري.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو بهیر پرون سهار په اوو بجو پیل شو.

دا بهیر باید په درېیو بجو پای ته رسېدلی وای، خو دوه ساعته نور هم وغځول شو.

مرکزونه په پنځو بجو وتړل شول.

په انتخاباتو کې د مېرمنو ګډون

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا په رسمي توګه دا اعلان نه دی کړی چې څومره خلکو برخه پکې اخیستې وه خو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون څارونکو ویلي چې ظاهراً د خلکو ګډون په خاص ډول د ښځو شمېر کم و.

د نورو ولایتونو په څېر په خوست کې هم د ولسمشری په ټاکنو کې د نارینه وو تر څنګ ښځو هم برخه واخیسته.

یو شمیر ښځینه فعالانو وویل، امنیتي انديښنو ته په کتو داسې فکر کیده، چې ممکن د ټاکنو په ملي بهیر کې به ښځې لږه برخه واخلي، خو د تمې خلاف د ښځو ګډون په کې د پام وړ وو.

امنیتي حالت او بریدونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ویلي چې په ټول افغانستان کې وسله والو طالبانو ۶۸ حملې وکړې چې زیاتره یې راکټي بریدونه وو.

مسعود انداربي زیاتوي:د انتخاباتو په ورځ دوه پولیس ووژل شول، یو سیمه ییز پولیس، دوه عسکر او ۳۷ ملکي وګړي زخمیان شول.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون پرون په ټول افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر ۱۴ ښوودلی دی.

د ملي امنیت ریاست په بیان کې چې پرون خپور شوی، ویل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټاکنو د امنیت لپاره یوازې د کابل په شااوخوا کې ۱۶ ځایه عملیات وکړل او ۱۴ وسله وال طالبان یې چې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره کابل ته ننوتي وو، ونیول.

په ننګرهار کې امنیتي چارواکو ویلي چې د ترهګرۍ او انتخاباتي بهیر ګډوډولو په تور یې ۱۲ تنه نیولي دي.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ اسوشېټېډ پرېس اژانس ته په مرکه کې وویل چې افغانانو پرون وسله والو طالبانو ته دا قوي پیغام ورکړ چې څه ډول هېواد غواړي.

XS
SM
MD
LG