کابل ـ په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې د ځايي وخت سره سم په پنځو بجو پای ته ورسېدې.
د انتخاباتو د کمېسون چارواکي وايي، له پنځو بجو وروسته هم چې کوم کسان د رایو په مرکزونو کې دننه موجود دي، کولی شي خپلې رایې وکاروي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملک له بېلابېلو برخو د بدامنیو او بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د رایو اچولو بهیر نن سهار ۷ بجې پیل شوی وو. لومړی ویل شوي وو چې خلک د ورځې تر درو بجو رایې استعمالولی شي خو وروسته د انتخاباتو کمېسون د رایه اچونې بهیر تر پنځو بجو پورې وغځولو.
څارونکي وايي، د ورځې په پیل کې د رایه اچوونکو شمېره کمه وه خو وروسته لیدل کېدل چې خلک په قطارونو کې ولاړ دي او د خپلو رایو د استعمال لپاره انتظار کوي.
د انتخاباتو د کمېسون چارواکي وايي، په انتخاباتو کې د خلکو ګډون د پام او قناعت وړ دی خو که د ۲۰۱۴م کال ولسمشریزو ټولټاکنو ته وکتل شي نو د هغو پرتله اوس کمو خلکو په ټولټاکنو کې ګډون کړی دی.
په کندهار کې د رایو په یو مرکز کې بمي چاودنې ۱۶ کسان ژوبل کړي. په کندوز او بغلان کې راکټي حمله شوي، په فراه او زابل کې د پولیسو پر پوستو حملې شوي. افغان چارواکي وايي، هغو ګواښونو ته پام چې طالبانو خلکو ته کړي ول، په ټولیزه توګه د افغانستان په لر بر کې انتخابات تر دې ګړۍ د امنیت په فضا کې ترسره شوي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغو انتخاباتو کې د ګډون لپاره نهه میلیونه او ۶۶۵ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۳ میلیونه ۳۳۴ زره یې مېرمنې دي.
پر روانو ولسمشریزو ټاکنو ۱۴۹ میلیونه ډالره لګښت راځي چې ۶۰ سلنه یې یعنی ۹۰ میلیونه ډالره د افغانستان دولت ورکوي.
دا د سیمې د هېوادونو په کچه د هرې رایې د لګښت له پلوه تر ټولو ګران بیه ټاکنې دي چې د چارواکو په وینا پر هر ووټ ۱۵ ډالره لګښت راځي.
په تېرو ۱۸ کلونو افغانستان کې اته ځلې ټاکنې ترسره شوي، درې ولسمشریزې، درې پارلماني او دوه د ولایتي شورا چې تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت پرې راغلی او تر ډېره له بهرنیو مرستو تمویل شوې دي.
د سېپټمبر د ۲۸مې نېټې په انتخاباتو کې به ۱۳ کاندیدان احمد ولي مسعود، رحمتالله نبیل، سید نورالله جلیلي، عبدالله عبدالله، عبدالطیف پدرام، عنایتالله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، ګلبدین حکمتیار، محمد اشرف غني، محمد حکیم تورسن، محمد شهاب حکیمي، نورالحق علومي او نور رحمان لېوال سره سیالي وکړي.
په پام کې ده تر ۱۲۰ زرو ډېر کورني او نړیوال څارونکي د شنبې ورځې ټاکنې وڅاري. په دوی کې ۳۰زره څارونکي د ښاغلي عبدالله او ۳۰زره نور د ښاغلي غني دي. ملګري ملتونه، امریکا او بریتانیا به هم پر دغه بهیر څار وکړي.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د شنبې ورځې ټاکنو لپاره په ټول افغانستان کې د رایه اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي وو، له دې ډلې به هم ۴۴۵ مرکزونه تړلي پاتې کېږي.
۷۲ زره دولتي سرتېري د ټاکنو ورځې د امنیت لپاره ګومارل شوي او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو هم له امنیتي ادارو سره د همکارۍ ژمنه کړې.