د برتانیا، فرانس او جرمني مشرانو د امریکا هغه دعوا تایید کړې چې پکې ایران په سعودي عرب کې د تېلو پر چڼځیو د بریدونو تر شا په لاس لرلو تورن شوی. یادو هېوادونو په تهران ټینګار کړی چې د پارولو پرځای دې مذاکرات غوره کړي.
په دوشنبه د برتانیا وزیراعظم بوریس جانسن، د فرانس ولسمشر امانوېل مکخوان او د جرمني جانسلرې انګېلا مېرکل په یوه ګډ بیان کې وویل دوی ته څرګنده ده چې په سعودي عرب کې د ډرون او میزایل بریدونو ذمه واري پر ایران راځي. دې مشرانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې زیاته کړه چې د دې پېښې بل وړ سپیناوی نشته او دا چې دوی په دې لړ کې د نورو تفصیلاتو معلومولو لپاره د روانو پلټنو ملاتړ کوي.
بلخوا یورپي قوتونو یو بیان خپور کړی چې پکې یې له ایران سره شوي د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون د ملاتړ یو وار بیا پخلی کړی خو تهران ته یې ویلي چې د دې تړون د شرایطو سرغړونه دې ودروي.
په دې بیان کې یورپي هېوادونو په منځني ختیځ کې د روانې ترینګلتیا په کمولو کې د مرستې ژمنه کړې ده.
په دې سیمه کې تناو له هغه وروسته زیات شو چې د روانې میاشتې په ۱۴ مه د یمن ایران پلوه حوثي یاغیانو په سعودي عرب کې د تېلو پر چڼځیو (د تېلو پاکولو مرکزونه) ډرون بریدونه وکړل.
سعودي عرب او امریکا د دې بریدونو تور پر ایران لګوي خو ایران یې نه مني.