پراګ ـ افغان ژورنالیست او د امریکا غږ د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګې مشر اکبر ايازي د اګست پر ۲۵ مه د امریکا په ورجینیا کې په حق ورسید. نوموړی له تېرې څه مودې راهسې ناروغ و.
اکبرایازي د خبریالۍ سفر د افغانستان له ملي راډیو پېل کړی و او د امریکا غږ او د امریکا د ګلوبل مېډیا بلې څانګې ازادي راډیو سره یې نزدې ۳۷ کاله د خبریال او مېډیا منیجر په توګه کار کړی دی.
په جنورۍ ۲۰۱۰ م کې د مشال راډیو خپرونې د اروښاد ایازي په مشرۍ کې پېل شوی وې. هغه لس کاله د چیک جمهوریت په سر ښار پراګ کې د ازادي راډیو افغانستان څانګې د مشر په توګه کار کړی و.
نوموړی له ۲۰۱۵م راهسې د امریکا غږ د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګې مشر و او ډیوه، اشنا،اردو، بنګله، ترکي، کرد، ازبک، او ازاري ژبې د ریډیو، ټي وي او ویب څانګو د هغه د مشرۍ لاندې کار کوو.
نوموړي په خپله مشرۍ کې د امریکا غږ نهه بېلا بېلې خپرونې په ډېجېټل میډیا کې بدلې کړې وې.
د اروښاد ایازي په مشرۍ کې د تندروۍ د څار لپاره نوې څانګه (اېکسټریمزم واچ ډسک) او د برما د مهاجر شوو روهېنګيا مسلمانانو لپاره د هغوي په ژبه روهېنګا کې خپرونې هم پېل شوې وې.