د پاکستان پولې ته څېرمه وسله والو د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک دوه سرتېري ویشتلي دي.
د ایران دولتي ټېلېوېژن د جولای پر ۲۱مه وویل چې پېښه د جولای پر ۲۰مه د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې شوې.
دا ولایت له پاکستان سره پوله لري چې پکې له یوې مودې راهیسي د سني وسله والو او د نشه يي موادو قاچاقبرانو ترمنځ نښتې شوې دي.
د دولتي ټېلېوېژن له خبر سره سم، د پېښې ذمه وار ترهګر بلل شوي خو دا نه دي ویل شوي چې پر سرتېرو حمله کومې ډلې کړې؟
په فبرورۍ کې له القاعدې پورې تړلې یوې ډلې جیش العدل د انقلاب ساتونکي ځواک د سرتېرو پر بس د حملې ذمه واري منلې وه.
په هغه برید کې د ځواک لږ تر لږه ۲۷ سرتېري وژل شوي ول.
ایران تور پورې کړی وو چې د جیش العدل ډلې وسله وال له پاکستانه وراوښتي ول.
د امریکا حکومت د جولای پر درېیمه دا ډله د بهرنیو ترهګرو ډلو په لېسټ کې واچوله او بندیزونه یې ورباندې ولګول.