بیت المقدس - د امريکا د ملي امنيت سلاکار وايي، ايران دې د واشنګټن ((احتياط او مصلحت)) د کمزورۍ په معنا نه اخلي.
جان بولټن چې د جون پر ۲۳مه، په بيت المقدس کې د اسرایيل له وزیراعظم بنيامين نتنياهو سره یې خبرې کولې، وويل چې هېچا په منځني ختيځ کې ايران ته د خپلسرو فعالیتونو او ګډوډیو اجازتنامه نه ده ورکړې.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ ويلي، تر هغې وروسته يې د ايران پر څو ساحو پوځي حملې لغوه کړې چې ورته وويل شول چې ښايي په دغو حملو کې ١٥٠ ايرانيان ووژل شي.
ولسمشر ټرمپ د امريکا د يوې بې پېلوټه الوتکې د ويشتلو په بدل کې د دغو حملو امر صادر کړى وو، خو وروسته يې بېرته فسخه کړ.
خو د امريکا د ملي امنيت سلاکار ټينګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ يوازې دا مهال د دې حملې ترسره کول درولي دي.
دا خبردارى په داسې حال کې ورکول کېږي چې په امريکا کې ځينو رسنيو راپور ورکړ چې امريکا تېره پنجشنبه د ايران د پوځ پر کمپيوټري سېستمونو سايبري يا انټرنېټي حملې کړې دي.
دا حملې د ايران له خوا د امريکا د يوې بې پېلوټه الوتکې تر غورځولو وروسته شوې دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اسوشې اېټېډ پرېس اژانس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړى چې دا سايبري حملې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په تاييد شوي دي.
د امریکا دفاعي چارواکو د دغو راپورونو له تصدیقه ډډه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ د جزیياتو له ورکولو پرته ويلي چې امريکا د جون پر ۲۴مه پر ایران تازه بنديزونه لګوي.