افغان حکومت وایي، د قطر ناسته له لغوه کېدو سره اوس د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل لومړیتوب دی.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د اپرېل پر ۱۹مه مشال راډیو ته په دې اړه وویل: "اوس زموږ لومړیتوب د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل دي او په قطر کې جوړېدونکې ناسته د اوس لپاره لغوه شوه."
مرتضوي دا هم وویل چې د افغان حکومت له لوري دوحې ته له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره د ورتلونکي پلاوي نوملړ په مقابل کې د قطر له لوري یو بل لېست وړاندې شو، چې دا د سولې لپاره د افغانانو د ارادې سپکاوی وو.
انس تابیا د بشري مرستو او شخړو څېړنیز مرکز کړې وه.
د یادې ادارې مشر سلطان برکات د افغان حکومت بیان رد کړی دی او ویلي یې دي چې د برخوالو د څرنګوالي په اړه د همږغۍ رامنځ ته کولو لپاره یې دا کنفرانس ځنډولی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دې کنفرانس پر ځنډ خپګان ښودلی دی او پر دواړو غاړو یې غږ کړی چې پر داسې لېسټ سره رضا شي چې د افغان ولس استازیتوب وکړي.