متحدایالاتو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د ایران د بالسټیک توغندیو د اړوندو فعالیتونو له کبله پر دې هېواد بندیزونه ولګوي.
متحد ایالاتو د ایران د بالسټیک توغندیو ازموینې او فضا ته د یوې سپوږمکۍ استول د بې ثباتۍ په هدف فعالیتونه بللي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست سفیر جنتن کوهن په پنجشنبه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګویتېرېز په نامه په یوه استولي لیک کې پر تهران غږ وکړ چې د اټومي سروکو وړونکیو بالسټیک توغندیو فعالیتونه سمدستي بند کړي.
ښاغلي کوهن پهدې لیک کې یادونه کړې چې ایران د ۲۰۱۸ ز کال د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه د منځني واټن ویشتونکی یو بالسټیک توغندۍ وازمویلو او د روان زېږیز کال د جنوري په ۱۵مه او د فبروري په پنځمه یې د ځمکې مدار ته د سټلایټونو استولو هڅه وکړه.
د دې دواړو سپوږمکیو د استولو هڅې ناکامې شوې او مدار ته و نه رسېدلې.
کوهن لیکلي چې ایران درې واړه ازموینې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړهلیکونو سره په مخالفت کې کړې دي.
هغه زیاتوي چې د ایران دا پارونې اوس هم د ټول منځني ختیځ د بې ثباتۍ باعث کېږي.
کوهن پر امنیت شورا غږ کړی چې د دې اقداماتو په ځواب کې پر ایران د سختو نړیوالو بندیزونو په لګولو کې له متحدایالاتو سره ملګري شي، چې د تهران د توغندیو د پروګرام مخه ونیول شي.
د کوهن په لیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا په ۲۰۱۵ ز کال کې د تصویب شوي پریکړهلیک یادونه شوې.
دا پریکړهلیک له ایرانه غواړي چې تر اتو کلونو پورې د هغو بالسټیک توغندیو له ازمویلو ډډه وکړي چې د اټومي سروکو د وړلو وړتیا لري.
دا پریکړهلیک له هغې مهمې موافقې سره تړاو لري چې امریکا او پنځو نړیوالو قدرتونو- بریتانیا، جرمني، فرانسې، چین او روسیې په ۲۰۱۵ میلادي کال له ایران سره لاسلیک کړه او په هغه کې تهران د نړیوالو بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنه کړې وه.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال له دې موافقې د امریکا وتل اعلان کړل او پر ایران یې پخواني بندیزونه له سره ولګول.
د یادونې وړ ده چې په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازي یو ویاند علي رضا میر یوسفي دا ادعا رد کړې چې د تهران د بالستیک توغندیو پروګرام د اټمي سروکو د وړلو وړتیا لري.
میر یوسفي ویلي دي چې په همدې دلیل د ایران د بالسټیک توغندیو هېڅ یوه ازموینه هم د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو له مخې ممنوع نهده.