ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو (فېبرورۍ ۲۷مه او ۲۸مه) د ویتنام په پلازمېنه هانوې کې سره وګوري.
کېم دې سرمشریزې ته د اورګاډي په وسیله د ویتنام پر لور روان شوی او د شمالي کوریا دولتي رسنیو په یکشنه ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې په امریکا کې دې د هغو کسانو خبرو ته غوږ نه نیسي چې د دوی په وینا د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښېګڼې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
ولسمشر ټرمپ هانوې ته د خوځېدو پر مهال په واشنګټن کې وویل چې ده او کېم ډېره ښه ملګرتیا جوړه کړې.
د ویتنام بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ټرمپ به د سې شنبې ورځې په ماښام ویتنام ته ورسېږي او د سرمشریزې له پیل مخکې به د ویتنام له ولسمشر نګوین فو ترونګ «Nguyen Phu Trong» سره وګوري.
د ویتنام حکومت د دې سرمشریزې د تیاریو او ان کره ځای په اړه ډېر لږ معلومات ورکړي دي.
د ټرمپ او کېم لومړۍ سرمشریزه په ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې ول.
په هغه سرمشریزه کې د شمالي کوریا مشر ژمنه کړې وه چې له اټمي وسلو د کوریا د ټاپو وزمې د پاکولو په برخه کې به کار کوي، خو له هغه مهاله پهدې برخه کې ډېر کم پرمختګ شوی.
شمالي کوریا د هغو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کوي چې امریکا او متحدانو یې پر دې هېواد لګولي.
پیونګ یانګ همداراز په رسمي ډول د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۳ کلونو ترمنځ د دواړو کوریاګانو د جګړې د پای ته رسېدو رسمي اعلان او امنیتي ضمانتونه غواړي.
خو امریکا بیا د هر راز بندیزونو له لغوه کولو مخکې له شمالي کوریا نه د اټمي بېوسلې کولو په برخه کې ضمانتونه او دا ژمنه غواړي چې بیا به هېڅکله هم د اټمي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نهکوي.
پهدې برخو کې تر اوسه تقریباً هېڅ موافقه نهده شوې، خو دواړه مشران تمه لري چې د هانوې په سرمشریزه کې به پهدې برخه کې پرمختګ وشي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې پهدې غونډه کې د شمالي کوریا له مشر سره د اټمي موافقې په برخه کې ډېره بېړه نهلري، خو دی زیاتوي چې پیونګ یانګ باید د وسلو ازموینې بندې کړي.
همداراز تمه کېږي چې ټرمپ او کېم ښايي په رسمي ډول د کوریا د ټاپو وزمې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.