پراګ ـ په بلوچستان کې ډاکټران وایي له ۲۰۱۰م کال وروسته په دغه صوبه کې له ۴۰ زیات ډاکټران د پېسو په غرض تښتول شوي دي او حکومت تر اوسه د داسې پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
د جنورۍ پر ۳۰مه ډاکټر ابراهیم خلیل تښتونکیو د پنځه کروړه روپو تاوان ورکولو وروسته خوشې کړ. د کوټې د ډاکټرانو اتحادیه دا هم وایي حکومت دوی ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه ښکاري.
په کوټه کې د ډاکټرانو د اتحاديې د یو مشر ډاکټر کلیم الله مندوخېل په خبره، کله چې دوی د حکومت سره په دې اړه خبرې کوي نو هغوی ورته بې وسه ښکاري.
ډاکټر کلیم الله مندوخېل وایي، کومو ډاکټرانو چې د تاوان پېسې نه دي ورکړي هغوی وژل شوي دي:
«ملکي حکومتونه د دغو قوتو پر وړاندې ډېر کمزورې دي، له ډاکټرانو په کروړونو روپۍ اخېستل شوي دي او بیا یې پرېښې دي. دا د افسوس خبره ده چې له بلوچستانه د ۱۰۰ زیات ډاکټران د ملک نورو سیمو او یا بهرنیو هېوادونو ته تللي دي»
ډاکتر مندوخېل وایي، په دې تېرو اتو کلونو کې داسې د یو حکومتي چارواکي دروازه نه ده چې دوی نه ده ټکولې، دوی ټول حکومتي چارواکو له ورغلي خو هغوی ورته څه باوري ځواب نه دی ورکړی.
په کوټه کې د ډاکټرانو د اتحادیې غړي وایي، زیاتره ډاکران له کوټې تښتول شوي دي. دوی وروسته د بلوچستان په مختلفو سیمو یا قبایلي سیمو ته وړل شوي دي او تر میاشتو میاشتو په نامالومو ځایونو کې پاتې کړل شوي دي.
د کوټې د نفسیاتو ماهر ډاکټر غلام رسول وایي، داسې پېښو د ډاکټرانو کورنۍ هم له پرېشانیو سره مخامخ کړي دي. د مشال راډیو سره په خبرو کې ډاکټر غلام رسول وویل، امنیتي ادارې د دغو تښتونکیو په مخنیوې کې پاتې راغلې دي:
«دا تښتونکي چې هر څوک دي، خو د یو ملک چې امنیتي ادارې، پوځ، پولیس، لېویز اواستخباراتي ادارې یې دومره مضبوطې وې او داسې پېښې مخې ته راځي او دا په کلونو کلونو وي، نو دا د دغو ادارو او انتظامیې فعالیت تر پوښتنې لاندې راولي.»
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر ظهور بليدي په دې اړه څه ونه ویل چې حکومت د ډاکترانو د تښتولو د پېښو مخنیوي لپاره څه کوي،خو د بلوچستان د پولیسو مشر عبدارزاق چیمه له پاکستاني مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي وو چې د کوټې د سېول روغتون د تښتول شوي ډاکټر ابراهیم خلیل د تښتونکیو نه د پنځو کرړو روپو په تاوان د خوشې کیدو پلټنې به کوي.
ډاکټر ابراهیم خلیل د تښتولو د ۴۸و ورځو وروسته د جنورۍ په ۳۰ خوشې کړل شو. د ډاکټرانو اتحادیه وایي، تښتونکیو ته پنځه کروړه تاوان ورکولو وروسته ډاکټر خلیل خوشې کړل شوی دی.
ډاکټر غلام رسول وایي، په تېرو حو کالونو کې ۴۲ ډاکټران د تاوان په غرض تښتول شوي او له۹۰ زیاتو د بلوچستان صوبه پرېښې ده.
د بلوچستان د ډاکټرانو اتحادیه وایي، ډېر ډاکټران اوس هم کوشش کوي چې نورو صوبو، اسلام اباد او یا بهر هېوادونو ته کډه شي.