پراګ - د پاکستان پيپلز ګوند يو مخکښ او د سېنېټ پخواني مشر رضا رباني ويلي چې د هېواد بهرنۍ تګلاره دې د پوځ پر ځای پارلمان جوړه کړي. نوموړي دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۱مه په سېنېټ کې د وينا پر مهال وکړه. هغه زياته کړه چې ټولې ادارې پارليمان ته جوابده دي خو پارلمان غېرفعاله ګرځول کېږي.
سېنېټر رضا رباني زياته کړه چې د افسوس خبره دا ده چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي چې هغه ځېنې خبرې پارلمان ته نه شې کولای. نوموړي زياته کړه چې دوی په پارليمان کې د پاليسيو جوړلو لپاره ناست دي او قرېشي د بهرنيو چارو په دفتر کې پاليسي نه شې جوړولای.
"موږ خبر يو چې د پاکستان بهرنۍ پاليسي چيرې جوړېږي. نو موږ غواړو چې بهرنۍ پاليسي له راولپنډۍ څخه پارلمان ته منتقل شي او پارلمان بهرنۍ پاليسي جوړه کړي."
رباني دا هم وويل چې د پاکستان د ايين له مخې ادارو ته ورکړل شوی واک تر پښو لاندې کېږي او اييني غوښتنې په پام کې نيول کېږي. دا چې د پاکستان پوځ د دې هېواد د بهرنۍ تګلارې پر جوړولو څومره نفوذ لري؟ په پېښور پوهنتون کې د سيمه ييزو چارو د مطالعاتي مرکز پخوانی مشر پروفېسر سرفراز خان وايي چې د بهرنۍ تګلارې څلور څانګې پوځ پر مخ وړي.
"د افغانستان او هند په اړه پاليسي هيڅ وخت پارلمان يا د بهرنيو چارو وزارت نه ده جوړه کړې. همدا ډول د امريکا په اړه پاليسي، يا د پخواني شوروي اتحاد او ورسره د چين په اړه ټولې پاليسۍ پوځ جوړوي."
دا چې پوځ ولې د ځېنو ګاونډيو او د نړۍ د سترو طاقتونو په اړه پر بهرنۍ تګلاره جوړولو کې زيات رول لري؟ د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بريګيډيېر سعد محمد خان وايي چې د امنيتي ستونزو له کبله پوځ ځېنې وخت پر بهرنۍ تګلارو نفوذ لري.
"له امريکا او د سيمې له هېوادونو سره د پاکستان پر اړيکو د پوځ ډېر زيات اثر و. ځکه چې په دې سيمه کې ځېنې امنيتي ستونزې وې نو د پوخ اثر زيات و."
خو پروفېسر سرفراز خان بيا وايي چې پوځ د خپل لوی شمېر او وسايلو پر ځای ساتلو لپاره نه غواړي چې د بهرنيو تګلارو جوړولو دنده پارلمان ته وسپاري. نومووی زياتوي چې له ۷۰ کلونو راهيسې پاکستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې نه لري او نتيجه دا شوې چې دلته هيڅ ډول پرمختګ نه کېږي.
"دلته اقتصادي ستونزې دي، د تعليم او صحت اسانتياوې نشته نو ولس او سياسي ګوندونه هڅه کوي چې پوځي لګښتونه او بهرني پورونه کم کړل شي او دا پيسې د ولس پر ښېګڼې ولګول شي."
خو د پروفېسر سرفراز په وينا پوځ وېره لري که د بهرنۍ پاليسي جوړولو واک پارلمان ته وسپارل شي نو د سيمې له هېوادونو سره به اړيکې ښې او د پوځ وسايل به کم کړل شي او کېدای شي ولس دا غوښتنه هم وکړي چې د دومره لوی پوځ ساتلو اړتيا نشته.
سېنېټر رضا رباني سېنېټ ته د وينا پر مهال دا هم وويل چې په پاکستان کې د بشري حقونو پر روانو سرغړونو که پارليمان چپ پاتې شو نو په راتلونکې وخت کې به مجرم ګڼل کېږي. نوموړي تر دې وړاندې هم په پارلماني چارو او نورو ادارو کې پوځ پر لاسوهنو تورن کړی او ويلي يې دي چې په ادارو کې بايد لاسوهنه ونه شي او د واک سرچينه بايد پارلمان وي.
پوځ په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی خو مخکې کې يې ويلي چې هغه په نورو ادارو کې مداخلت نه کوي.